Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې یو سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل شو

د کورنیو چارو وزارت کابل کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه سوداګر له ازادېدو خبر ورکوي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې دغه سوداګر د دوشنبې په شپه د کابل ښار د تایمني په سیمه کې د تښتوونکو له منګولو ازاد کړل شوی او د هغه د ازادولو په عملیاتو کې  څلور انسان تښتوونکي وژل شوي دي.

ښاغلي ځدراڼ وویل:«د انسان تښتوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې په پایله کې څلور تنه ووژل شول او سوداګر روغ رمټ وژغورل شو.»

د کابل امنیه قومنداني وایي، چې دغه انسان تښتوونکي د اسلامي امارت د ځواکونو تر څارنې لاندې وو.

بلخوا دغه سوداګر د ازادولو لپاره یې د اسلامي امارت ځواکونو هڅې ستايي.

سوداګر حاجي ابراهیم قاسمي وايي:«د کابل امنیه قومندانۍ له مخکې سیمه بنده کړې وه او هغوی په تېښته بریالي نه شول او ډېر ژر راغلل، په لومړي سره کې یې زه په امن او امان سره بوتلم او وروسته یې ټول غله ووژل.»

د صرافانو ټولنه له اسلامي امارته غواړي چې د هغو صرافانو او سوداګرو د خوشي کولو لپاره هڅې وکړي، چې د تښتوونکو په بند کې دي.

د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځيرک څرګندوي:«په هره اندازه چې زموږ د صرافانو اختطاف او تښتول زیات شي د هغوی فکر ډېر د بهر په لور کېږي او دلته د کار د بندېدو لامل کېږي. نو تراوسه له موږ سره ډېره همکاري شوې ده او د امنیتي ځواکونو نوره همکاري هم غواړو چې زموږ ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په وروستي یوه کال کې د انسان تښتونې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ، کندوز، پکتیا او خوست ولایتونو کې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه