Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار په پاکستان کې: ناټو په افغانستان کې خپله ماته منلې

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان په لاهور کې د جماعت علماي پاکستان ګوند سره یوه غونډه کې ویلي، ناټو په افغانستان خپله ماته منلې او اوس له افغانستانه د وتلو لار لټوي.

ښاغلي حکمتیار په دې مراسمو کې پر افغان حکومت په نیوکې سره وايي، اوس امریکا غواړي په کابل کې ژر تر ژره یو نوی حکومت جوړ کړي:«امریکا بیړه لري چې له افغانستانه خپل پاتې ځواکونه هم بهر کړي.»

ښاغلي حکمتیاز زیاته کړه:«موږ له دغو دوو ناستو ملاتړ کوو او په هغې کې به ګډون هم وکړو.»

له دې سره سم، د پاکستان د جماعت علما مشر په دوحه کې د افغانستان د سولې له خبرو خپل ملاتړ هم څرګند کړ.

د پاکستان د جماعت علما مشر سراج الحق څرګندوي:«جماعت علما دا دریځ لري چې، په افغانستان کې د آرامۍ لپاره امریکا باید له دې ځایه ولاړه شي او افغانستان په خپله خپل حکومت جوړ کړي. زه وايم، په افغاسنتان کې آرامي د نړۍ یوه اړتیا ده، د چین اړتیا ده د روسیې او هند او ټولې سیمې اړتیا ده. داسې کسان هم شته چې، ویره لري که افغانان په خپله خپل حکومت جوړ کړي؛ نو د هغوی ګټې ختمیږي. موږ د خبرو د دوام له امله خوښ یو. طالبان او حزب اسلامي یو ډول دریځ لري چې په افغانسنتان کې آرامي او یو اسلامي حکوم حاکم وي.»

په څو وروستیو میاشتو کې پاکستان ته د حزب اسلامي دا دویم سفر دی. هه سفر چې له ځينو نیوکو سره هم مخ شوی دی. هغه سفر چې له نیوکو سره هم مخ شوی دی.

د ولسي جرګې غړی واقف څرګندوی:«ښاغلي حکمتیار دنننه په افغانستان کې د واک وړتیا او توانایي له لاسه ورکړې ده او اوس د ځای ځایګي د پيدا کولو لپاره بهرنیو سرچینو ته لاس او پښې وهي.»

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او احمد ولي مسعود په ګډون د هېواد یو شمېر سیاستوال پاکستان ته په جلال جلا توګه په رسمي سفر تللي او د هغه هېواد له ځینو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې هم کړې دي.

شریک یي کړئ