Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد پر لویو لارو د باج اخسیتو دوام

د ځينو ټرانسپورټي شرکتونو مسوولان وایي، لویو لارو کې ناقانونه پیسې اخېستل کېږي او ناامنۍ هم دي او حکومت یې تراوسه دا ستونزې نه دي حل کړي.

هغوی وایي، که پولیسو ته پیسې ور نه کړي ډزې پرې کوي. بل لورې ځينو موټر چلونکو خواله رسنیو کې وېډیوګانې خپرې کړي او ادعا یې کړې چې پولیس ترې د وسلې په زور پیسې اخلي، خو کورنیو چارو وزارت وایي دغه کسان پولیس نه دي.

د ځمکني ټرانسپورټ د چارو د تنظیم شورا مرستیال محمد نبي افغان وايي:«ډېری کسان چې باخ اخلي، پولیس دي. ۱۰ تر ۲۰ سلنیو د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونه دي.»

هغه زیاتوي:«د اخاذیو له امله پېښو کې تراوسه د بار وړونکو موټرو دوه چلوونکي او دوه کلینران شهیدان او ځينې نور ټپيان شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه غږیز پیغام کې وايي، دغه کسان پولیس نه دي.

له بل لوري د ټرانسپورټي موټرو چلوونکي ادعا کوي، سره له دې چې، دمګړۍ پر لویو لارو د ټرانسپورټ وزارت له لوري د پیسو راټولولو بهیر درول شوی؛ خو اوس هم په همدې پلمه له دوی پیسې اخیستل کېږي.

خو ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ بیا په دې اړه داسې وايي:«د افغانستان په هېڅ ځای کې د ولایتونو ترمنځ لارو کې، د ټرانسپورټ وزارت ماموران له باروړونکو ټرانسپورټي وسایطو هېڅ ډول کمېشن نه اخلي که چېرې موردونه او شواهد وي، د ټرانسپورټ وزارت ژمن دی چې د هغوی په وړاندې قانوني اقدام وکړي.»

تر دې مخکې پر لویو لارو د باج اخیستې د ډېرېدو په غبرګون کې یو زیات شمېر ټرانسپورټي شرکتونو کاربندیز کړی وو او حکومت بیا د دوی د ستونزو د حلولو ژمنه وکړه؛ خو اوس هم ځينې موټر چلوونکي وايي، پر لویو لارو باج اخیستنه یو ځل بیا ډېره شوې ده.

د هېواد پر لویو لارو د باج اخسیتو دوام

د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د ټراسپورټي شرکتونو د کاربندیز له پای وروسته یوځل بیا د هېواد په لویو لارو کې باج اخیستنه له سره پیل شوې ده.

شریک یي کړئ