Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل - کندهار پر لویې لارې د اخاذیو پر دوام د چلوونکو نیوکې

د کابل - کندهار لویې لارې د باروړونکو موټرو ځینو چلوونکو ادعا کړې چې پولیسو یو موټرچلوونکی د زابل ولایت په اړوندو سیمو کې وروسته له هغې وژلی چې د پیسو له ورکړې یې ډډه کړې وه.

 موټر چلوونکي وایي، پولیس ترې پیسې اخلي او که څوک د پیسو له ورکړې ډډه وکړي سپکاوی یې کوي او ان په مرګ یې ګواښي. 

د کابل - کندهار لویې لارې موټر چلونکو نن څو ساعته دا لویه لار هم بنده کړې وه او له حکومته یې وغوښتل چې د وژل شوي موټر چلونکې قضیه دې وڅېړي او د ناقانونه پیسو اخیستو مخنیوی دې وکړي.

یو له دغو چلوونکو کریم الله وویل:«پوسته له خلکو پیسې اخلي او له هر ټکټه ۳۰۰ افغانۍ اخلي.»

د چلوونکو د ټولنې مسوول سلیمان مومند هم وايي:«موږ حیران یوو چې په دغه ملک کې څه ګډوډي ده! څه حال دی؟ حکومت ولې د دغو غلو مخه نه نیسي؟ دا غلا ده چې په پوستو کې کېږي.»

خو د زابل امنیه قومندان عبدالناصر دغه ادعا ردوي او وايي چې، دغه موتر چلوونکی د پولیسو او طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال وژل شوی دی:«موږ په هغې پوسته کې شپږ تنه ټپيان لرل او یو کس هم شهید درلود. په هغې ورځ چې چلوونکی شهید ېږي هم جګړې دوام درلود.»

تر دې مخکې هم د هېواد د لویو لارو یو شمېر چلوونکو د ځینو امنیتي سرتېرو له لوري د باج اخیستنې او بد چلند له امله اعتراضونه او کاري اعتصابونه کړي وو.

موټر چلوونکو وایي د دوی له پرله پسې شکایتونو او اعتصابونو سره سره د پولیسو په چلند کې څه تغییر نه دی راغلی. 

شریک یي کړئ