د کابل-کندهار لويې لارې مسافر او موټرچلوونکي د دې لارې د کارونو پر ځنډ اندېښمن دي او د پیل شویو کارونو پر چټکتیا ټينګار کوي.
دوی وايي د تېر کال په موده کې د يادې لارې د رغونې کارونه څو ځلې پیل او بېرته وځنډېدل.
دوی وايي د کارونو ځنډ، د لارې پر مسیر د فرعي لارو نهشتون د مسافرو او موټر چلونکو پر وړاندې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.
د میدان وردګ ولایت مسافر بسمالله وايي: «درې کلونه وشول چې د دې لارې بیارغونه پیل شوې ده، خو ځینې وخت پیل شي، بیا وځنډول شي، ډېر وخت تېر شو، خو د دې لارې چارې بشپړې نهشوې.»
یو بل مسافر جنیدالله عمرزی وايي: «دا لویه لار ده، بله لار هم نهشته، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»
که څه هم په اوس کې بيا ځلې د کابل کندهار لويې لارې د بيارغونې کارونه پیل شوي، خو د دغې لارې مسافر د کارونو د کيفيت د ښهوالي او چټکتيا غوښتنه کوي.
موټر چلوونکی نورالله وايي: «په کابل-کندهار لویې لار کې ډېر ناروغان وي، نږدې یو کال شو چې وايي، دغه لار جوړوي، خو د دې لارې د رغولو چارې ډېر ټکنۍ روانې دي.»
موټر چلوونکی احمدالله زیاتوي: «له کابل نه تر کندهاره یې زموږ موټر ډېر خراب کړ، د دې لارې د رغولو چارې باید داسې شرکت ته ورکړل شي چې سم یې جوړ کړي.»
بلخوا د ميدان وردګو سيمهييز مسوولان وايي، د هوا سړيدو له امله تر یوه وخته د کابل کندهار لارې کارونه ځنډېدلي وو او ډاډ ورکوي چې په روان کال کې به د يادې لارې کارونه بشپړ او د کيفيت ښهوالي ته به يې جدي پام وکړي.
د ميدان وردګو د ټولګټو چارو رييس شفيع الله احمد وايي: «کارونه د هوا له کبله وځنډېدل، کله چې هوا جوړه شوه، زموږ شرکت کار ته دوام ورکړ.»
د ميدان وردګو والي بختيار معاذ زیاتوي: «د ټولګټو وزارت موږ ته ډاډ راکړی چی د خلکو له غوښتنې سره سم کارونه پیل کړي.»
شاوخوا اووه مياشتې وړاندې د وږي په ۲۵ نيټه په ميدان وردګو کې ټولګټو چارو وزارت له لورې د ميدان وردګو او غزني تر منځ د دې لویې لارې د جوړېدو چارې پیل شوې، خو د نهو میاشتو په تېرېدو سره لا هم نهدي بشپړې شوې.
په دې اړه مو اندونه