Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د پاکستان استخباراتو طالب قومندانان پېښور ته وربللي دي'

د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال نظرعلي واحدي وايي چې د پاکستان استخباراتو د طالبانو والیان او قومندانان په افغانستان کې د پسرلنۍ جګړې د پيل لپاره پېښور ته وربللي دي.

ښاغلي واحدي د مشرانو جرګې د امنیتي بنسټونو د ځواب وینې په غونډه کې خبرداری ورکړ؛ که چېرې د سولې بهیر پایله ورنه کړي، دولتي ځواکونه به د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو په وړاندې زور وازمايي.
 
هغه زیاتوي:«د طالبانو والیان او پوځي مسوولان د پاکستان پېښور او کج ته بلل شوي چې جګړې ته چمتووالی ونیسي. یعنې هغوی دې ته ترجیح نه ورکوي، کاشکې پاکستان داسې مهربانه وي چې افغانستان پرېږدي چې سولې ته ورسېږي او پرمختګ وکړي، بلکې تل په دې فکر او کار کې دی چې څه ډول افغانان ووژني. د جګړې لپاره یې چمتووالی نیولی او موږ هم په بشپړه توګه چمتو یوو.»

بلخوا د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېرېدل او په لویو ښارونو کې د هدفي ترورونو او جنایي جرمونو زیاتېدل د مشرانو جرګې د غړو لویې اندېښنې دي.
                    
د مشرانو جرګې غړی معلم لالا ګل وايي:«ټول د امنیت غوښتونکي دي. خو نه پوهېږو. د دې علت څه دی چې امنیتي بنسټونه په دې برخه کې ناکام پاتې دي او کومه لاسته راوړنه نه لري. باید توضیح ورکړي، چې علت څه دی او ولې داسې شوي دي، په ټولو ولایتونو کې په ځانګړې توګه په کابل کې ډېر شور ما شور دی.»

امنیتي ادارې وایي چې د دوی د معلوماتو له مخې طالبان او نورې ترهګرۍ ډلې د یو شمېر ولایتونو د سقوط  په هڅه کې دي.
          
د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل  مرستیال محمد انور بری پال څرګندوي:«دښمن پلان لري چې نوي خوځښتونه ترسره کړي چې په سیاسي ډګرونو کې یو لړ لاسته راوړنې ولري.»
            
د لوی درستیز لومړی مرستیال اقبال علي نادري هم وویل:«زموږ سوېل او سوېل لوېدیځ، زموږ ختیخ او زموږ ټول ولایتونه په فعلي تهدید کې دي او موږ یې په مقابل کې چمتووالی لرو.»

د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې په وروستیو دوو ورځو کې د هېواد په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي. هېوادوال له دواړو لوریو تمه لري چې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

مشرانو جرګې د سه شنبې په ورځ د هېواد د امینتي وضعیت د خرابېد و له امله د امنیتي ادارو چارواکي وربللي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه