Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هدفي وژنو او ترورونو په هکله د پکتیا د اوسېدونکو اندېښنې

د پکتیا اوسېدونکي په دغه ولایت کې د وروستیو هدفي وژنو او نا امنۍ ډېرېدو ته اندېښمن دي. 

دوی وایي، په وروستیو دوه اوونیو کې د دغه ولایت بېلابېلې برخې د هدفي وژنو شاهدې وې چې دولتي کارکوونکي او ملکي کسان په کې وژل شوي دي. 

د پکتیا امنیتي مسوولین هم مني چې وروستیو ورځو کې هدفي وژنې او بریدونه ډېر شوي خو وایي، د دغه بریدونو له ډلې ډېر یې د شخصي دوښمنیو په اساس دي. 

د سیمه یزو سرچینو د معلوماتو له مخې په تېرو درېیو اوونیو کې د پکتیا په مرکز ګردېز او ځينې نورو سیمو کې ۱۴ کسان د هدفي وژنو په لړ کې وژل شوي. 

په وژل شوو کسانو کې د ولایتي شورا یو غړی سردار خان ملنګ زوی او یو شمېر دولتي کسان شامل دي چې تر اوسه یې چا د وژلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
 
د پکتیا اوسېدونکی فضل الرحمن په دې هکله وايي:«اوس مهال امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی، تېره ورځ زه په خپله په خوست ولایت کې د یوې هدفي وژنې شاهد وم.»

د پکتیا بل اوسېدونکی حمید روښان هم وویل:«هره ورځ څلور ځوانان، پنځه ځوانان او شپږ ځوانان وژل کې کېږي. د یوې اوونۍ په لړ کې کابو پنځلس، شپاړس تنه وژل شوي دي چې ټول یې د دولت کارکوونکي، څارنوال او زده کوونکي دي.»

د پکتیا اوسېدونکي وایي، په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي کسانو په نښه کولو دوی اندېښمن کړي او په امنیتي مسوولینو نیوکه کوي چې نه دي توانېدلي چې د وروستیو هدفي بریدونو او وژنو عاملین ونیسي.

دوی له امنیتي مسوولینو غواړي چې ګردېز ښار کې د هدفي وژنو او بریدونو د مخنیوي لپاره لازمې هڅې وکړي.
 
د پکتیا ولایت اوسېدونکی محمد شاکر څرګندوي:«خلک ډېر وېرېدلي دي، امنیت نشته. امنیت حتا په دغه بازار کې هم نشته، د لمر له پرېوتو سره موږ هټۍ وال خپل سر وباسوو. ځکه که ناوخته شي نه په طالب اعتبار په کار دی او نه هم په دولت.»

د پکتیا امنیه قومندان مني چې وروستیو ورځو کې د مرکز ګردېز په ګډون ځینو سیمو کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي خو وایي، په تېرو درېیو اوونیو کې ډېری هدفي وژنې د شخصي دوښمنیو په اساس شوي دي.  امنیه قومندان زیاتوي، د هدفي وژنو او بریدونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي.
 
د پکتیا امنیه قومندان نجیب سرتېر وايي:«ځينې وژنې شوې دي، خو ډېری یې د شخصي دښمنیو او ځينو نورو ستونزو له امله شوي دي. هدفي وژنې به هم شوي وي؛ خو موږ خپل پلانونه لرو، خپل چمتووالی لرو. په ښار کې مو ګزمې، پېرې او امنیتي پرسونل ډېر کړي دي ان شاالله موږ به د دغو ستونزو مخنیوی وکړو.»

د هدفي وژنو او بریدونو پر زیاتېدو سربېره د پکتیا له مرکز ګردېز نه ولسوالیو ته تللې لارې هم نا امنه دي چې دولتي کسان پرې تګ راتګ نه شي کولی. 

د معلوماتو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې د ګردېز – پټان پر لویه لاره ۱۰ کسان د نامعلومو وسلوالو له لوري برمته شوي او تر اوسه هم نه دي راخوشي شو. 

د هوا له تودېدو سره هم مهاله د هېواد د نورو ولایتونو په څېر پکتیا کې هم هدفي وژنې او د نا امنۍ پېښې ډېرې شوي دي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

شریک یي کړئ