Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'موخه ییزې وژنې د سولې بهیر په وړاندې خنډ ګرځي'

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ملګرو ډله په دغه هېواد کې د هدفي وژنو او تاتریخوالي زیاتوالی غندي.

 ملګرو ملتونو سازمان کې د نړۍ د ۳۵ هېوادونو له استازو څخه جوړه ډله ده. چې د افغان مېرمنو د ملګرو ډلې په نامه یادېږي. دغې ډلې په یوې ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او موخه ییزو وژنو دوام له هغې ډلې، هغه څه چې د طالبانو او حقاني ډلې او همدارنګه د نورو وسله والو ډلو لکه د القاعده او داعش په څېر ډلو له خوا ترسره کېږي، په کلکه غندي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کړنې د سولې بهیر په وړاندې د پام وړ خنډ ګرځي. مدني او د بیان ازادۍ فضا کمزورې کوي او اړمنو ته د بنسټیزو خدمتونو د عرضه کولو مخنیوی کوي.

اعلامیه همدارنګه کاږي «چې د خبریالانو، رسنیو کارکوونکو، د مدني ټولنې د غړو، د دولت کارکوونکو، د دین علمانو او روښان اندو په نښه کېدل چې ډېری یې ښځې دي. باید له ځنډ پرته ودرلول شي او د هغوی عاملانو ته سزا ورکړل شي.

په اعلامیه کې همدارنګه نغوته شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۲۰ د سپټمبر له ‍۱۲مې یعنې د سولې د مذاکراتو له پیله د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۳‍۱ کابو ۱۱د بشري حقونو دفاع کوونکي او د رسنیو کارکوونکي په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په رپوټ کې چې د تېر کال په سلواغې میاشت کې خپور شو، راغلي دي چې د دغو بریدونو په لړ کې یو ډېر شمېر مسلکي کسانو په خپل کار کې په ځان سانسورۍ لاس پورې کړی او یا هم خپلې دندې یې پرېښې دي او همدارنګه د ځينو پېژندل شویو شخصیتونو په ګډون ډېر شمېر له افغانستانه تېښته کړې ده.

د دغو ۱۱ تنو له ډلې پنځه تنه یې د بشري حقونو مدافعان او شپږ یې د رسنیو کارکوونکي وو چې په تېرو څلورو میاشتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د ملګرو ډلې په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ د افغانستان له خلکو او سولې ته د هغوی له هیلو او تمو، په دغه هېواد کې له عدالت او پراختیا خپل ملاتړ اعلان وو. موږ د سولې له بهیره خپل بشپړ ملاتړ اعلان وو چې په هغه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي او پرمختګ وکړي.»

په دغې اعلامیه کې ذکر شوي دي چې په افغانستان کې ښځې د ټولنې له مخکښانو دي. ځوانان د بدلون عامل دي او خپلواکه او ازاده رسنۍ په یوه ډیموکراټیک افغانستان کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان د ملګرو ډلې په اعلامیه کې راغلي دي چې موخه ییزې وژنې او تاوتریخوالي د سولې بهیر په وړاندې د پام وړ خنډ ګرځي.

شریک یي کړئ