امریکا متحده ایالاتو د جرمونو نړیوالې محکمې پر یوې څارنوالې د ټرمپ په دوره کې لګول شوي بندیزونه لیري کړل.
دغه بندیزونه د امریکا متحده ایالاتو د مخکیني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال ځکه ولګول شول چې یادې محکمې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو هڅه کوله.
د دغه هېواد اوسني ولسمشر، جو بایډن اداره اوس د جرمونو نړیوالې محکمې د چارواکو لپاره بندیزونه او ویزې محدودیتونه لرې کړي.
د بایډن ادارې لګول شوي بندیزونه ناسم او بې اغېزې بللي دي.
په ۲۰۲۰ کې ډونالډ ټرمپ د فاتو بنسودا په نوم د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال باندې بندیزونه ولګول.
هغې غوښتل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو تورونه وڅيړي.
امریکا د لاهه محکمې د جوړېدو له پیله پر دې محکمې نیوکې درلودې او د هغو لسو هېوادونو په ډله کې ده چې د یادې محکمې غړیتوب نلري.
د جنګي جرایمو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو یوه تړون له مخې رامنځته شوه او موخه یې هم د نسل وژنې، د بشریت پر وړاندې او د جنګي جنایتونو څېړنه ده.
دوه کاله مخکې دغې محکمې پرېکړه وکړه چې افغانستان کې د جنګي جرایمو په تړاو څېړنې پیل کړي. افغانستان کې د جنګي جنایتونو دوسیه په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې پرانیستل شوه.
د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې له ۲۰۰۳ زیږدیز کال وروسته احتمالي ترسره شوي جنایتونه وڅيړي.
د یادونې ده چې ۱۲۳ هېوادونه د لاهې محکمې غړیتوب لري.