.ولسمشر اشرف غني او د امریکا ولسمشر جو بایډن په ټلېفوني خبرو اترو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله بحث وکړ
ښاغلي غني په خپل توېټر پاڼه لیکلي دي چې د امریکا او افغانستان همکاري بل پړاو ته ننوځي.
ولسمشر غني وايي چې له ښاغلي بایډن سره په دغې ټلېفوني خبرو کې، تر سپټمبر میاشتې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي غني په ټوېټر کې لیکلي:«د افغانستان اسلامي جمهوري د امریکا پرېکړې ته درناوی کوي او له امریکايي همکارانو سره کار کوي چې د لېږد بهیر په سمه توګه عملي شي.»
هغه زیاته کړې ده:«له هغه ځایه چې موږ بل پړاو ته ننوځو، د سولې په برخه کې له خپلو همکارانو سره - ناټو او امریکا - خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»
ولسمشر غني همدارنګه ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه له خپل هېواد او خلکو په بشپړه توګه د دفاع وس لري.
ټاکل شوې ده چې امریکا ۲۵۰۰ سرتېري چې په افغانستان کې مېشت دي د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه - چې د امریکا پر سوداګریزو برجونو د القاعده شبکې د برید له شلمې کلیزې سره سمون لري له افغانستانه ووځي.
له دې سره هم مهاله ټاکل شوې ده چې د اپرېل په ۲۴ په ترکیه کې د افغانستان په هکله یوه مهمه غونډه جوړه شي.
په دې اړه مو اندونه