Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار د انتقالي حکومت پر جوړېدو او ټاکنو پر ترسراوي ټینګار کوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یو کلن انتقالي حکومت پر جوړېدو او د ټاکنو پر ترسراوي ټينګار کوي.

نوموړی زیاتوي چې له سولې وروسته، اوسنی نظام او د هېواد امنیتي ځواکونو نظام باید وساتل شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د سولې په هکله خبرې کولې وویل چې اړتیا ده، لومړی د سیاسي مشرانو په ګډون د دولت یوه عالي شورا جوړه شي او هغوی د انتقالي حکومت مسوولین غوره کړي او تر هغې وروسته دې دغه حکومت ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي.

د اوسني نظام، د امنیتي ځواکونو د تشکیلاتو او د اساسي قانون ساتنه د سولې بهیر کې د حکمتیار ځينې نورې غوښتنې دي:«دا نظام باید له منځه ولا نه شي. ادارې او جوړښت باید په خپل حال پاتې شي. اردو او امنیتي ځواکونه باید له منځه ولاړ نه شي. د نجیب د حکومت له سقوط وروسته تجربه باید تکرار نه شي.»
            
حکمتیار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې د اعلان هرکلی کوي، خو وایي چې دا پرېکړه سیاسي انګېزه لري او امریکا متحده ایالتونه باید د سپټمبر تر یولسمې د خپلو ځواکونو د وتلو د وخت د غځېدو په هکله افغانانو او طالبانو ته سپېناوی وړاندې کړي.

حکمتیار وایي چې امریکا باید د مې میاشتې تر پایه له افغانستانه خپل نیمايي ځواکونه وباسي.

ښاغلی حکمتیار په دې هکله وايي:«طالبانو ته دوستانه مشوره لرم؛ که چېرې د سولې لپاره اراده لرئ او یا ځان جګړې ته اړ او مجبور ګڼئ په دواړه صورتونو کې باید مذاکرات پرې نه کړئ.»

حکمتیار وایي چې طالبان د انتقالي حکومت له رامنځته کېدو او له هغې وروسته د ټاکنو له ترسره کېدو سره موافق دي، خو طالبانو چې په مستقیمه توګه ټاکنې نه دي منلي، تر دې وړاندې یې ویلي دي چې خلک په دې بهیر باور نه لري:«حس کوم چې په دې ترتیب طالبان هم له ټاکنو سره ستونزه نه لري. له هغو ټاکنو سره چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې ترسره شول، باور لرم چې ډېری افغانان مخالف دي؛ که چېرې طالبان هم له دا شان ټاکنو سره مخالف وي؛ حق لري.»

ټاکل شوې ده ډېر ژر ترکیه د افغان سولې په هکله د یوې غونډې کوربتوب وکړي؛ خو طالبانو ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې به په هېڅ یوې هغې غونډه کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان په هکله په کې پرېکړه کېږي.

ګلبدین حکمتیار له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې له اعلانه هرکلی کوي؛ خو وايي چې له مې میاشتې وروسته د دغو ځواکونو حضور د دوحې له هوکړه لیکه سرغړونه ده.

شریک یي کړئ