Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو ځواکونو له وتو مخکې د سولې پر موافقه د سلا کېدو هیله

سیاستوال هیله من دي چې افغان حکومت او طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې په سیاسي هوکړې سره سلا شي.

محمد اسماعیل خان وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پنځه میاشتې پاتې دي او له دې موکې په افغانستان کې د سولې لپاره استفاده وشي نه د جګړې لپاره.
 
پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل خان، په هرات کې د مجاهدینو د بري د کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خپلو ګڼو وسله والو ملاتړو په بدرګه ګډون وکړاو په دې سره یې د خپلې ځواکمنتبا ننداره وړاندې کړه.

ښاغلی اسماعیل خان غونډې ته په وینا کې وویل سوله یې لومړیتوب دی خو که اړتیا شي نو خلک جګړې ته هم چمتو دي:«له ډېر احتمال سره ښايي سوله وشي. ښايي سوله له خطر سره مخامخ شي. ښايي جګړه زور واخلي. که چېرې حکومت بې تفاوتي وکړي له دې ډېر باید موږ پرې نه ږدو چې زموږ د ښار هلکان شهیدان شي. موږ باید پرې نه ږدو چې له دې ډېرې سیمې د طالبانو لاس ته ورشي.»

د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ویستو له اعلان وروسته، د اسماعل خان په څېر یو شمېر نورو سیاستوالو لکه محمد محقق او د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود هم د سولې د ناکامېدو په صورت کې خپل دریځ څرګند او په هېواد کې د کورنۍ جګړې د احمتال په هکله یې څرګندوې کړې ي. 

په امنیتي او سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق وویل:«شونې ده چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په بشپړه مانا یوه کورنۍ جګړه رامنځته شي.»

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود هم وايي:«جګړه له پخوا څخه په ځلونو زورونه، له پخوا څخه شدیده، له پخوا څخه خونړۍ او د ټول افغانستان لپاره ستر مصیبت.»

افغان حکومت هم وایي چې طالبان د سولې بهیر په هکله جدي نه ښکاري.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ څرګنده کړه:«له طالبانو له خوا داسې هېڅ نښه نه ده ښکاره شوې چې د سولې څرک یې وګڼو. طالبان چې جګړه کوي، موږ د خپلو خلکو او بنسټونو پر دفاع مکلف یوو.»

د طالبانو یو ویاند هم وایي چې دوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو رووسته د سولې پر موافقې سلا کیدو ته ژمن دي؛ خو که سوله نتیجه ورنه کړي نو جنګ ته به مخه کړي.

پخوانی طالب قومندان اکبر آغا په دې هکله وايي:«تر سولې هاخوا بله لار نشته، که چېرې طالبانو د جګړې له لارې افغانستان ته راشي، کېدای شي چې مخالفې جبهې جوړې شي او جنګونه به زیات شي.»

په خپله ولسمشر غني هم وار له مخه ویلي چې د شاوخوا ۳۵۰ زره پوځيانو ترڅنګ به خلک هم وسله واخلي او پرې به نه ږدي چې طالبان د زور له لارې افغانستان ونیسي.

دې ټولو ته په کتو، لیدل کېږي چې د سولې او جنګ خبرې خوا په خوا په خوله دي او دا لا روښانه نه ده چې افغانستان د سولې په لور ځي؛ که د یوې بلې ویجاړونکې کورنۍ جګړې پر لور.   

شریک یي کړئ