Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو وتو سره هم مهاله د ملاعمر پلویانو انلاین کمپاین

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د تودو بحثونو په لړ کې؛ طالبانو او د ملا محمد عمر پلویانو په ټوېټر کې یو کمپاین پيل کړی او د لومړي ځل لپاره د ملا عمر د عکسونو د خپرېدو سربېره، د هغه یوه وینا یې خپره کړېده او په هکله یې مقالې او خاطرې لیکلي دي.

کله چې د طالبانو د لومړني مشر ملامحمد عمر نوم اخیستل کېږي، د ټولو سترګو ته په تېرو دوو لسیزو کې د هغه یو مشهور او په عین حال کې یوازینی عکس درېږي. نه د طالبانو په وخت کې چې د عکاسۍ کارونه هم ممنوع نه وو او نه له هغې وروسته، د ملاعمر کوم بل عکس تر دې بریده خپورشوی نه دی.

خو سږکال د دود خلاف د غوايي (ثور) د څلورمې یعنې د ملا محمدعمر د مړینې د اتم تلین په رارسېدو، ناببره په ټويټر کې د هغه په نوم یو هیښوونکی هشتک جوړ شو او ورسره د دغه طالب مشر څو نور عکسونه هم خپاره شول. طالبانو د دغه کمپاین په لړ کې مقالې، خاطرې او د ملا محمد عمر د هغې وینا غږیزه بڼه هم خپره کړه چې په ۱۳۷۵ لمریز کال کې یې کړې وه.

د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر غږ:«پنځه پنځه میله اسلحه مو پیدا کړه همدا یې ابتدا وه او همدا یې شروع وه چې جریان یې پیدا کړ.»
د هغو عکسونو په منځ کې چې په دې ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي، د ملاعمر د ځوانۍ د وخت یو عکس ډېر لاس په لاس کېږي. دغه عکس تر دې مهاله د طالبانو د لومړني مشر تر ټولو باکیفیته او روڼ خپور شوی عکس دی.

په دغه عکس کې چې ویل کېږي د سره پوځ پر وړاندې د جهاد د دورې پرمهال اخیستل شوی، لیدل کېږي چې د هغه دواړه سترګې روغې دي.

د طالبانو په وېب پاڼه کې د ملا عمر په هکله یوې خپره شوې لیکنه کې راغلي دي چې د جهاد په دوره کې د نوموړي د خوښې وړ وسله «آر پي جي» راکټ لانچر و او له همدې وسلې یې کار اخیست. ویل کېږي چې همدا لېوالتیا او د آر پي جي توغندي د کارولو مهارت بالاخره د هغه د یوې سترګې د نابینا کېدو سبب شو.

خو ولې د ملا محمدعمر پلویانو سږکال دا وړ یوه کمپاین ته مخه کړې ده؟

په خپله طالبان وایي چې دا کمپاین د دوی د لومړني مشر په هکله د ثالث عمر په نامه د یوه نوي کتاب د چاپېدو له امله پېل شوی دی، دغه کتاب د طالبانو په رسمي وېب پاڼه کې هم خپور شوی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي:«هغه مقاله یې چې د اسلامي حکومت او یا د خپل اسلامي نظام او یا هغه ارزښتونه چې د خپل مشر د وفات په مناسبت یې په خپلې وېب پاڼه کې خپاره کړي دي. تول غواړي څرګنده کړي چې موږ یو متفاوت بنسټ یوو.»

د ولسي جرګې غړی یارباز حمیدي هم وویل:«له ۲۰۰۱ کال څخه زمو هیله دا وه چې د خپل امارت او طالباني تحریک له براوردونو څخه، له خپلو مدني فعالیتونو استفاده کوله.»

ملاعمر په ۱۳۳۹ لمریز کال کې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې زېږېدلی او ۱۳۹۲ کال د غوايي په څلورمه نېټه مړ شوی و، خو 
د مړینې خبر یې دوه کاله وروسته خپور شو.

دغه پېښه د دې سبب شوه چې د پاکستان په مري ښار کې له طالبانو سره د افغان دولت د استازو مستقیم مذاکرات ګډوډ شي.

طالبان وايي چې د ملا محمد عمر د اتم تلیمن سره هم مهاله او د هغه د ژوند په هکله د نوي چاپ شوي کتاب له امله یې په انلاین توګه کمپاین پيل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه