Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ویلسون: درک کړې مو وه چې د افغانستان جګړه بندښت ته رسېدلې ده

کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وايي چې امریکا له څو کلونو راهیسې دې پایلې ته رسېدلې وه چې د افغانستان جګړه یو بندښت ته رسېدلې ده او امریکا به په دغې جګړه کې بریالۍ نه شي.

راس ویلسون له طلوع نیوز سره په مرکه کې له سیاسي حل لارو د افغانستان ستونزې ته رسېدنه غوره غوراوی ګڼي.

هغه په دې هکله زیاته کړه:«موږ څو کاله مخکې دې نتیجې ته رسېدلي وو چې، دوامداره جګړه یو بندښت دی او موږ به په کې ګټونکي نه شو او پر دې به هم بریالي نه شو چې، د افغانستان او طالبانو ستونزې د تل لپاره حل کړو. یوازینۍ سمه لار د سیاسي لارو موندل دي.» 

په کابل کې د امریکا سفارت د سرپرست په باور، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت ته نه یوازې افغانان بلکې نړۍوال هم اندېښمن دي:«وضعیت داسې دی چې، افغانان او په کابل کې بهرنیان هغه په یو ډول ګوري او دا وضعیت له کوچنیو اندېښنو سره هم مل دی او دا یو له لویو لاملونو دي چې، موږ خپل یو زیات شمېر کارکوونکي به له دې هېواده وباسو.»

د دوحې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر باید تر راتلونکې شنبې ورځې پایته رسېدلی وای؛ خو د امریکا ولسمشر ویلي چې، دغه ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر یولسمې له دې هېواده ووځي.
 
خو طالبان بیا د امریکا دغه چاره د دوحې هوکړې نقضېدل ګڼي او داسې ویل کېږي چې، د طالبانو ځينې مشران د سولې خبرو ته د بېرته ستنېدو او په استانبول غونډه کې د ګډون د څرنګوالي په اړه په پاکستان کې پر خبرو بوخت دي.
 
د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:«لکه څرنګه چې لیدل کېږي د استانبول غونډې د جوړېدو لپاره د دواړو لوریو لپاره لازم چمتووالی نه لیدل کېږي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر له پیلېدو سره هم مهاله د امریکا سفارت سرپرست وايي چې، د دغه سفارت د کارکوونکو په شمېر کې به هم کموالی راشي:«نه شم کولی شمېر ته یې اشاره وکړم. دا یو لوړ شمېر نه دي؛ خو زموږ له نظره دغه کسان کولی شي خپل کارونه له افغانستانه بهر هم په ښه توګه ترسره کړي. دا موږ ته د امنیت له اړخه ښه ده.»

امریکا په دې باور ده چې، له افغانستانه د بهرنیو ځوکاونو له وتلو وروسته به هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر څرنګوالي د امریکايي ځواکونو څارنه دوام ولري.

د کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسون دا مني چې، امریکا څو کاله مخکې دې پایلې ته رسېدلې وه چې، د افغانستان په جګړه کې بریالۍ کېدی نه شي.

شریک یي کړئ