Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا په افغانستان کې د خپلې کونسلګرۍ پرانیستل ارزوي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوه سټراټيژیک سند په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د خپلې کونسلګرۍ د پرانیستنې امکانات ارزوي.

د دغې سټراټيژۍ پر بنسټ د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې پرته له طالبانو سره پر اړیکو ټینګار شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سټراټيژیک سند کې راغلي: «تر هغه چې امریکا، طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني، موږ باید اغېزناکې اړیکې جوړې کړو چې زموږ موخو ته وده ورکړي او زموږ سره د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره د طالبانو چمتووالي او وړتیا په اړه زموږ پوهاوی زیات کړي.»

د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري طلوع نیوز ته و ویل: « د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یو سند کې راغلي چې امریکا پر دې غور کوي چې پرته له دې چې طالبان په رسمیت و پیژني خپله کونسلګري په کابل کې پرانیزي، د دغې کونسلګرۍ موخه به دا وي چې افغانستان کې د خپلو بندیانو غم وخوري او دا پیسې چې افغانستان ته ورځي پر هغوی هم څار وکړي.»

په دغه سټراټیژیک سند کې چې د افغانستان متحده سټراټيژي نومیږي، راغلي چې امریکا به د افغانانو د بنسټيزو حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو په تړاو خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د سند په یوه برخه کې راغلي: «په دغه سټراټيژۍ کې د امریکا موخې له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییزو اړیکو، اقتصادي مرستو، په افغانستان کې د امریکايي وګړو لپاره کونسلي خدمتونو، د بندیانو د خوشې کولو او د افغانانو په ځانګړې د نجونو له بنسټيزو حقونو دفاع کول دي.»

دغه ۲۲ مخیز سند د تېر زیږیز کال د اکټوبر پر ۳۱مه تایید شوی خو تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپور شوی نه دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج داسې وایي: « دا چې امریکا ټیګار کوي چې طالبان باید بشري حقونه خوندي کړي دا یوه تکراري خبره ده او تل یې دوی هم کوي او نړۍوال یې هم کوي او د افغانانو غوښتنه هم ده، خو دا چې اوس غواړي کابل سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي دا کار د چین په ځواب کې کوي او غواړي چې دلته د خپلو سیالانو موخه ډب کړي.»

اسلامي امارت بیا په افغانستان کې د امریکا د کونسلګرۍ پرانیستل کېدل یو مهم ګام بولي او د امریکا د کونسلګرۍ له امنیت ساتنې ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: « دا به یو ښه ګام وي چې پورته شي، ځکه د ډیپلوماټیکو اړیکو له پیل سره به خبرې اترې ډېرې شي، د شکونو او ناسمو نظرونو مخه به ونیول شي او دواړو لوري به وکولی شي مثبت تعامل وکړي.»

دا سټراټيژیک سند په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا د کونسلګرۍ د بیا پرانستلو په اړه خبرې کوي، چې تر دې مخکې، امریکا په افغانستان کې د خپلو سفارتونو او کونسلګریو د نه فعالیت، امنیتي ګواښونو او د هغوی د نیول کېدو د احتمال له امله له خپلو وګړو غوښتي وو چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه