Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرن ډېکر: د ا.ا په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس دریځ ټاکوونکی دی

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډېکر له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې وايي چې هېواد یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره مشخص بهیر نه‌لري.

اغلې ډېکرزیاتوي چې دوی ته د افغانانو غوښتنه مهمه ده او افغان ولس باید داسې واکمنان پیدا کړي چې د هغوی استازیتوب وکړای شي.

نوموړې دغه راز له افغانانو سره د امریکا د اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره طلوع‌نیوز ته وايي:«د امریکا متحده ایالتونو لپاره په رسمیت پېژندنه یوه معین پروسه نه‌ده، زه د افغانانو یوې داسې اشارې په تمه یم چې هغوی وکړای شي داسې واکمنان پیدا کړي چې په قانوني توګه د هغوی استازیتوب وکړای شي. زموږ لپاره د افغانانو غوښتنه لومړیتوب لري.»

مېرمن ډېکر د خپلو خبرو په یوه برخه کې په افغانستان کې د ښځو پر روان وضعیت په نیوکې سره وايي چې دا وضعیت د منلو نه‌دی.

هغه دغه راز د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو د مسئلې شاملول هم مهم بولي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډېګر زیاتوي:«دا وحشتناکه ده، اړتیا نشته چې زه دا تاسو ته ووایم. زه فکر کوم چې موږ باید د دې په تړاو ريښتوني واوسو چې افغان ښځې نه‌شي کولای کار وکړي، افغان نجونې نه‌شي کولای زده‌کړې وکړي، او دا د منلو وړ نه‌ده. افغانستان په نړۍ کې یوازينی هېواد دی، نجونو ته اجازه نه‌ورکوي چې ښوونځي ته لاړې شي.»

خو د ښځو د حقونو یوه فعاله د افغانستان د ښځو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کوي او وايي د افغانستان په تړاو غونډې تر هغو چې د پاموړ پایله ونه لري، کافي نه‌دي.

د ښځو د حقونو فعاله عالمتاب رسولي په دې هکله وايي:«غونډې که څه هم زیاتې وې؛ خو زما په اند، د اسلامي امارت حکومت، ښځې او نجونې چې په هکله یې خبرې کېږي د غایب په توګه دي؛ یعنې د اسلامي امارت حکومت، ښځې او نجونې د دغو غونډو اصلي برخې دي، په دغو غونډو کې حضور نه‌لري.»

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره دغه راز د خپلو خبرو په یوه برخه کې طالبانو ته د ۴۰ مېلیون ډالرو مستقیمې مرستې استول ردوي؛ خو زیاتوي چې دا پیسې ملګرو ملتونو ته لېږل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه