د کابل شکر درې ولسوالۍ په اورلګېدنه کې پر خصوصي برخې سربېره ځایي خلک هم زیانمن شوي دي.
له دې ډلې د دغې ولسوالۍ د قلعه مراد بیک اوسېدونکو کورونه او موټر هم سوځېدلي دي.
بلخوا د سیمې ځينو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړی او د څو ساعتونو لپاره یې د کابل - شمال لار د مسافرو پر مخ وتړله.
یو له زیانمنو محمد مختار وايي په کلونو یې خواري وکړه چې ځان ته کور جوړ کړي، خو په دې پېښه کې یې هر څه د اور خوراک شول.
هغه زیاتوي:«په کوم قانون کې دي چې د خلکو د کورونو په منځ کې د تېلو او ګازو ټانکرونه دې ودرېږي؟»
د شمېرو له مخې په دې اورلګېدنه کې د قلعه مراد بیک سیمې د اوسېدونکو سل کورنه زیانمن شوي چې ځيني یې په بشپړ ډول سوځېدلي او ځينې نور یې څه ناڅه زیانمن شوي دي.
پر دې سربېره، په دې اورلګېدنه کې یو رسټورانټ، د تېلو یو ټانک، څو هټۍ او له لارې تېرېدونکي څو موټرونه هم زیانمن شوي دي.
د قلعه مراد بیک کلي اوسېدونکی جمشید وايي:«موږ په ځلونو اقدام وکړ چې د څېړنې او تلاشۍ ځای له دې ځایه ولېږدوو، چا زموږ غږ وانه ورېد.»
د قلعه مراد بیک سیمې اوسېدونکو له دې ځایه خوندي ځای ته د نفتي توکو د موټرو د تمځای د لېږد په برخه کې د حکومت د بې پروایۍ له امله په اعتراض لاس پورې کړ او د کابل - شمال لویه لاره یې د تګ راتګ پر مخ وتړله.
د شکر درې ولسوال ګوهرخان بابري وویل:«څو ځلې والي صاحب امر ورکړ چې په دې سیمه کې باید ټانکرونه ونه درېږي، خو اجرات ونه شول.»
ټانکرونه، پر سوداګریزو توکو بار موټرونه او لارۍ د ورځې له خوا په معمول ډول د کابل د دروازو په شاوخوا کې درول کېږي.
حکومت د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره دغو موټرو ته یوازې د شپې له خوا ښار ته د ننوتو اجازه ورکوي.