د کابل ښار د څلورم مکروریانو په یوه پلورنځي کې اور لګېدنه شوې ده.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه اور لګېدنه نن (شنبې ) له غرمې وروسته درې بجې پیل شوه او د پراختیا په حال کې ده.
تراوسه د دغې اور لګېدنې علت روښانه نه دی.
هغه ویډیوګانې چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، لیدل کېږي چې خلک د پورنځي په شاوخوا کې له هټيو څخه د مالونو د ویستلو په حال کې دي. خو د اطفایې کوم څرک نه لګېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کابل په شمالي دروازه کې د تېلو ټانکرونو اور واخیست او وسوځېدل.
په هغې اورلګېدنه کې ۹ تنه ووژل شول او څه باندې لس تنه نور ټپيان شول.
له درې میاشتو په کمه موده کې هرات، فراه او کابل د سترو اورلګېدنو شاهد پاتې شوي دي. په دغو اورلګېدنو کې تر ډېره بریده د خصوصي شرکتونو ټانکرونه سوځېدلي دي.