د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهدا ښوونځي ډېری وژل شوې زده کوونکې له بې وزلو کورنیو څخه وې او د کابل ښار په یوې محرومې سیمې کې ژوند کاوه.
له دې ډلې د اوم ټولګي زده کوونکې کامله، د دولسم ټولکي زده کوونکې ګلثوم او د لسم ټولکي زده کوونکې ریحانې د دې لپاره چې د خپلو زده کړو لګښت برابر کړي غالۍ اوبدنه کوله.
دیارلس کلنه کامله د خپلې کورنۍ یوازینې لوستې نجلۍ وه چې غوښتل یې له زده کړې سره د خپل پلار ژوند هم سم کړي او ۱۷ کلنه کلثوم هم د پیلوټ کېدو ناتمامه هیله له ځان سره د خاورو زړه ته یوړه.
د کاملې مور وویل:«لور مې د شپې له خوا غالۍ اوبدله او د ورځې یې درس لوست چې د ښوونځي لګښت پیدا کړي؛ خو اخر چېرته ورسېده!»
د وژل شوې کاملې خور زهرا هم وايي:«زموږ لپاره ډېره سخته ده چې بیا هغه ښوونځي ته ولاړ شو له دولت نه نوره تمه نه لرو.»
اولس کلنه ګلثوم د دې پېښې بله قرباني ده، د ګلثوم خور طاهره چې ټولګيواله یې وه، په دې پېښه کې ټپي شوې ده.
هغې هم غالۍ اوبدلې او په ډېرې خوارۍ سره یې د ځان او خپلې خور لپاره ښوونځي ته د تګ زمینه برابره کړې وه:«دوه سوه روپۍ یې هم اخیستې وې چې ښوونځي کې ویلي وو د روژې فطر راوړئ چې د ښوونځي لپاره څوکۍ وپېرو ولاړه نو بېرته رانه غله.»
د وژل شوې کلثوم ورور حسین وايي:«کورنۍ وویل چې نور دې زده کړې نه کوي بس ده که چېرې په دې شرایطو کې هم ووایې هېڅ هم نه کېږي. ما وویل چې ووايي.»
د سید الشهدا ښوونځي وژل شوې زده کوونکې د بې وزلو کورنیو وې خو لوړې هیلې یې لرلې.
د وژل شوې ریحانې پلار محمد علي وايي چې د پېښې د مرګ ژوبلې د لوړ شمېر له امله ساعتونه ساعتونه ونه وو توانېدلی چې د ریحانې مړی پیدا کړي:«په روغتون کې د لومړۍ شهیدې مخ مې ولید نه وه، دویمه مې ولیده نه وه، درېیمه مې چې ولیده په خپله ریحانه وه.»
د دغې زده کوونکې کورنۍ وایي چې نور راتلونکې ته هیله نه لري او څرګنده نه ده چې د وضعیت په عادي کېدو سره خپل ماشومان ښوونځيو ته لېږلای شي او که نه؟