Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قریشي: اشرف غني دې پرېکړه وکړي چې له پاکستان څه غواړي

د پاکستان د بهرنیریو چارو وزیر شاه محمود قریشي، پر اسلام اباد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د وروستیو نیوکو په غبرګون کې، افغان ولسمشر اشرف غني پوښتي چې ولې افغان حکومت له یوې خوا له پاکستان مرسته غواړي او له بلې خوا پر دغه هېواد تور پورې کوي؟

ښاغلي قریشي چې د دغه هېواد د پارلمان په پارلمان کې وینا کوله، له ولسمشر غني وغوښتل پرېکړه وکړي چې له پاکستان څه غواړي.

هغه زیاته کړه:«دا پوښتنه د افغانستان له ولسمشر اشرف غني کوم. له یوې خوا د پاکستان د مرستې غوښتنه کوئ او له بل پلوه ستاسو کارکوونکي پر پاکستان تور پورې کوي، د پاکستان د ادارو په هکله ناسمې خبرې کوي، د خدای پار دی! پرېکړه وکړئ چې څه غواړئ. موږ امنیت غواړو، دوستي او ټيکاو غواړو، سیمه ییز اتصال غواړو، دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریره همکاري غواړو، غواړو چې خپل پام له جیوپولیټيک نه جیو ایکانومي ته واړوو، تاسو څه غواړئ؟ خپله پرېکړه وکړئ.»

د ملي امنیت سلاکار د اختر په ورځو کې ننګرهار ته په خپل سفر کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاست سخته نیوکه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو په غبرګون کې وایي چې د نا امنیو او ترهګریزو فعالیتونو په هکله د افغانستان اندېښنې له پاکستان سره  شریکې شوې دي.
                    
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت مکلف دی ترڅو حقیقت هغه ډول چې وینئ د خلکو لپاره انعکاس کړئ. د افغانستان اندېښنې په افغانستان کې تل د نا امنۍ او ترهګرۍ په هکله له پاکستاني چارواکو سره شریک شوي دي.»

کابل ته د پاکستان د لوی درستیز له سفر او له ولسمشر غني سره د هغه تر کتنې وروسته ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ ځينې موافقې شوې دي چې په ترڅ کې یې د کابل - اسلام آباد اړیکې یوه نوي پړاو ته ننوتې دي.
 
ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې غړې روبینا جلالي څرګندوي:«موږ باید هغوی ته د مرستې لاس اوږد کړو خو پاکستان هم باید له موږ سره صادقانه عمل وکړي.»

په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې کابل او اسلام آباد د سولې په تړاو پر ځينو موافقې سره سلا شوي دي، خو ټینګار یې کړی دی تر هغې چې دغه ژمنې عملي نه شي، کابل به د هېچا پر ژمنو باور ونه کړي.

د افغاسنتان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې د افغانستان د ناامنۍ او ترهګریزو فعالیتونو په هکله له پاکستان سره ټولې اندېښنې شریکې کړې دي.

شریک یي کړئ