Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دولت عالي شورا به څلور ورځې وروسته په کار پيل وکړي

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې ټاکل شوې ده د دولت عالي شورا د دغې اوونۍ په وروستیو کې خپل کارونه پیل کړي او د افغانستان د امنیتي مسایلو او بهرني اړیکو په هکله به پرېکړه وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وايي چې حکومت له سیاسي څېرو سره مشورې کړې دي او د دغې شورا د صلاحیتونو څرنګوالي په اړه د ځينو چارواکو څرګندونې نا سمې دي.

د ښاغلي فرهمند نغوته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته وې چې ویلي یې و، د دولت عالي شورا به یوازې د سولې په چارو کې فعالیت ولري.
 
خو د ملي روغې جوړې عالي شورا یو ځل بیا  ټينګار وکړ چې د دولت عالي شورا به نه یوازې د سولې بلکې د امنیتي مسایلو او د افغانستان د بهرنیو سیاستونو په رابطه هم پرېکړه کوونکې وي:«یو لړ دریځونه چې د ځینو چارواکو له خوا نیول کېږي او لیدل کېږي چې د معلوماتو د تشې له امله دي؛ د دې لپاره چې د دولت عالي شورا د افغانستان له اغېزناکو سیاسي مشرانو څخه جوړه ده او د هغوی د دندو لایحه، تر ډېره ټول ملي مسایل، سوله او جګړه، د جګپوړو چارواکو ګومارنې او نورې ملي او ولسي موضوعګانې دي.»

د دولت د عالي شورا دارالانشا هم وایي چې دغه شورا به د ملي مسایلو په تړاو د تصمیم نیولو صلاحیت ولري.

ګلبدین حکمتیار چې ټاکل شوې وه، د دولت د عالي شورا غړی وي، وایي چې له اتو تنو د دغې شورا د غړو د زیاتېدو او د صلاحیتونو د څرنګوالي له امله یې نه غواړي په دې شورا کې ګډون وکړي:«لاهم دوی نه دي توانېدلي چې خپله خپلمنځي ستونزه حل کړي. لاهم واحده او متحده طرحه نه لري. لاهم نه دي توانېدلي چې د پرېکړې کولو یوه معتبره مرجع جوړه کړي.»
 
چارواکي وایي چې د دولت عالي شورا به شل غړي ولري چې څلور هغه به مېرمنې وي. د دې شورا یوه غړې حبیبه سرابي په دې شورا کې د ښځو غړیتوب مهم ګڼي:«هیله لرو ځينې سیاستوال چې حتا د ډېرو ښځو له حضور سره موافق نه دي، متوجې دې وي چې له ښځې پرته د ټولنې مخته بیول شونې نه دي او ټولنه بشپړه نه ده او ټينګار دې نه کوي چې ښځې دې د شورا په ترکیب کې نه وي.»

په وروستیو اوونیو کې د ولسمشر له لوري د دولت د عالي شورا د جوړېدو لپاره هڅې ډېرې شوې دي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې تېره اوونۍ د دې شورا لومړنۍ غونډه وشي، خو د دې شورا د ترکیب او صلاحیتونو په هکله د نظرونو د اختلافونو له امله د دولت د عالي شورا د کار پېلېدل ځنډېدلي دي.

چارواکي وایي چې د دولت عالي شورا به شل غړي ولري چې څلور هغه به مېرمنې وي.

شریک یي کړئ