افغانستان کې د تاوتریخوالي او په ځانګړې توګه پر ملکي کسانو د بریدونو زیاتوالي سره سم، اروپایي ټولنې پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی بس کړي او اوربند دې وکړي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوی استازي توماسنیکلاسون وایي، طالبانو سره د امریکا د سولې تر توافق او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان څخه وروسته، تاوتریخوالی ډېر شوی چې باید بند شي.
ښاغلي نیکلاسون له طلوعنیوز سره مرکه کې، د ملکي کسانو پر مرګژوبله اندېښنه وښوده او ویې ویل، هغوی چې د سیدالشهدا ښوونځي پر زده کوونکو د برید په څېر، پر ولسي وګړو ترهګریز بریدونه کوي باید معلوم شي.
افغانستان کې د تاوتریخوالي او په ځانګړې توګه پر ملکي کسانو د بریدونو زیاتوالي سره سم، اروپایي ټولنې پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی بس کړي او اوربند دې وکړي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي توماس نیکلاسون ویلي: «زموږ لومړۍ غوښتنه د سملاسي او هراړخیز اوربند ده. دا یوازې د دې لپاره نه چې زموږ په ګټه ده، بلکې د دې لپاره چې له جګړې ټول افغانان کړېږي. دویمه خبره داده،
چې د تاوتریخوالي کمولو او پر اوربند توافق سره، داسې یوه ژمنه ښکاره کوئ او دا ښکاره کوئ چې مذاکراتو ته جدي یاست.»
که څه هم امریکا او ناټو ویلي، چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال، د سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه باسي، خو د اروپایي ټولنې دغه چارواکی ډاډه دی، چې اروپايي ټولنه به افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.
ښاغلی نیکلاسون وایي، پر افغان سوله خبرو لپاره به، د قطر او پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو ته سفرونه هم وکړي.
ښاغلي نیکلاسون ویلي:«بهرني پوځيان له افغانستانه په وتلو دي، خو د پراختیایي برخې همکاران او اروپایي ټولنه چمتو دي، چې د افغانستان خلکو او حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي.»
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دا نوی استازی، له اوسني وضعیته د وتلو لار د سیاستوالو ترمنځ یووالی بولي.
ښاغلي نیکلاسون زیاته کړې: «دا یوه له مهمو شېبو ده، چې که رهبري پهکې وي او حکومت وکړای شي، چې هڅې راټولې کړي نو کېدلی شي، چې د سختو ستونزو پر وړاندې ودرېږي.»
اروپایي ټولنه د افغانستان پر حکومت غږ کوي، چې فساد سره جدي مبارزه وکړي او د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.