Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هدفي وژنو دوام؛ کابل کې د دوو پوځیانو او یوه مُلکي کس ترورېدل

ناپېژانده وسله والو نن سهار د کورنیو چارو یو افسر او همدارنګه د هوايي ځواکونو یو افسر چې دواړه سره وروڼه وو د کابل ښار د په اتمه حوزه کې ترور کړل او د هغوی وسلې یې له ځان سره یوړې.

په یوه بله پېښه کې ناپېژانده وسله وال په همدې سیمه کې یو ولسي وګړی ترور کړ.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې د معینیت د اوپراسیون مدیر ذبیح الله او ورور یې سمیع الله چې د کابل د پوځي هوایي ډګر تخنیکي کارکوونکی وو، د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې په ډزو سره ووژل شول.

د دغو دوو وروڼو کورنۍ وایي چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د دغو وروڼو پر موټر د ماین چاودنه وشوه، خو هغوی ته زیان ونه رسېد، خو نن سهار شاوخوا اوه بجې هغه مهال چې له کوره ووتل او غوښتل یې دفتر ته ولاړ شي، د اتمې حوزې په دې سیمه کې پرې د وسله والو له لوري برید وشو.

د وژل شویو وروڼو ماما عزیز الله هم وویل:«کور ته یې نږدې، ښايي له کور سره یې ۵۰۰ مټره واټن ولري، ذبیح الله خپل ورور هم له ځان سره په موټر کې تر هوايي ډګره رساوه، دوه وسله وال ترهګر د موټر مخې ته یې راځي او پرې ډزې کوي او له موټرسایکل سره تښتي.»

د دغو ځوانانو مور بي بي حاجي چې د خپلو زامنو په وینو کې لت پت جسدونه یې لیدلي دي وایي چې لا یې په هلمند کې د وژل شوي سرتېري زوی غم تازه و، چې دوه نو ر زامن یې هم ووژل شول:«حکومت ته څه ووایم، په حکومت کې ګډوډي ده، څېښتن نه لري. بې سرپوښه دی، بې سره دیګ دی خوټېږي او قرباني اخلي اوس څه وکړم.»

د ذبیح الله او سمیع الله مور او پلار د خپلو زامنو بې پلاره شویو دیارلسو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته اندېښمن دي.

په تېرو شپږو میاشتو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ډېرې داسې هدفي وژنې شوې دي چې کوم کس او ډلې یې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو طالبانو له رسنیو سره په اړیکه کې د څو پوځیانو د هدفي وژنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د وژل شویو وروڼو مور بي بي حاجی وايي چې د حشمت الله په نوم بل زوی یې چې د ملي پوخ سرتېری و موده مخکې په هلمند کې ووژل شو.

شریک یي کړئ