Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له بګرام اډې د امریکايي ځواکونو وتل پوښتنو او اندېښنو سره مخ شوي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له سترې پوځي اډې د دغو ځواکونو وتل له پوښتنو او اندېښنو سره مخ شوي دي.

بلخوا د بګرام له پوځي اډې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان ملي پوځ په دغې اډه کې خپلې څېړنې پيل کړي دي چې له هغې د خپلې استفادې څرنګوالی وروستی کړي.

د طلوع نیوز خبریال خالد نېکزاد چې د بګرام اډې ته تللی دی، د سرچینو له خولې لیکي چې د جمعې پر شپه، د بګرام چراغانه اډه په ناڅاپي توګه تیاره کېږي او د امریکايي سرتېرو د لېږد وروستۍ الوتکه د بګرام له هوايي ډګره الوت کوي.

د مهمو برخو ویجاړول له هغې منځه په افغانستان کې د امریکې د جګړې د سوق او ادارې مرکز او د بګرام د دفاعي سیسټم ویستل، له هغو اندېښو دي چې د دغې اډې د امنیت د راتلوونکي په هکله مطرح دي.
 
په بګرم کې د امریکایي ځواکونو د سوق او ادارې مرکز اوس تیاره دی او تجهیزات یې له منځه وړل شوي او یا هم د دغو ځواکونو له لوري بل ځای ته لېږدول شوي دي.

له بګرامه د امریکایي  ځواکونو د وروستیو قطعو د ناڅاپي تللو په تړاو څو خبرې کېږي.

په بګرام اډه کې سرچینې وایي چې د جعمې په شپه ناببره د دې اډې څراغونه ګل شول او څو شیبې وروسته یوې لویې الوتکې د بګرام له هوایي ډګر نه په الوتنې سره په افغانستان کې د امریکا له دغه مهم مرکز نه وروستي امریکایي سرتېري وویستل، هغه هم په داسې حال کې چې په بګرام اډه کې دننه یو شمېر موټرچلان پاتې وو. له دې پېښې څو ساعته وروسته د افغانستان د پوځ ځواکونه بګرام اډې ته دننه شول، افغان ځواکونو د هغو کسانو مخه ونیوله چې د امریکایي ځواکونو له وتلو په خبرېدو سره په دې اډه کې د پاتې څېزونو د لوټ او تالان لپاره ورغلي وو.
                      
د بګرام د پوځي فرقې قومندان اسدالله کوهستانی وايي:«زموږ اوسنی لومړیتوب د هوايي ډګر د امنیت تامین دی. څه دنننه او څه بهر، دویم له بهرنیو ځواکونو د پاتې وسایلو او تجهیزاتو راټولول دي چې هغه راغونډ او ډلبندي کړو چې له هغې څه ډول استفاده وکړي.»
 
اوس مهال سلګونه بېلابېل ساده موټرونه او شاوخوا پنځوس زرغره وال موټر،او په امکاناتو مجهزې سلګونه وړې او لویې ودانۍ سره له خوراکي توکې پاتې دي.

خو امریکایي ځواکونو له بګرام نه د توغندیزو بریدونو دفاعي سیسټم وړی دی او څو ورځې د بګرام د هوایي ډګر رادار او مخابراتي سیسټمونه له کاره لوېدلې وو.

پخواني پوځي طاهر یرغل هم وویل:«د امریکا په وړاندې د ارګ د غلطو سیاستونو څرګندوی دی. لکه څرنګه چې خلیل زاد ویلي و چې موږ نه د راتګ او نه هم د تګ لپاره له چا اجازه اخلو. همدا یې تطبیق کړل.»

امریکایي ځواکونو په بګرام کې یو روغتون له خپلو ټولو امکاناتو سره پرېښی دی. په دغه روغتون کې ځینې داسې طبي ماشینونه شته چې تر مېلیونونو ډالرو ارزښت لري.
 
د بګرام د پوځي روغتون رییس نادر څرګندوي:«روغتون له خپلو ټولو امکاناتو سره فعال وو او ډېر ژر د قطعاتو درملنه همدلته کوو.»

تر اوسه څرګنده نه ده چې حکومت به له بګرام اډې د څه لپاره کار واخلي. داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې ټاکل شوې ده د افغانستان هوایي قول اردو په همدې اډه کې ځای پرځای شي.

امریکایي ځواکونو له بګرام اډې له وتلو سره له دغې اډې د توغندیزو بریدونو دفاعي سیسټم له ځان سره وړی دی او څو ورځې د بګرام د هوایي ډګر رادار او مخابراتي سیسټمونه له کاره لوېدلې وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه