Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مدني ټولنې فعالان: لاهه محکمه دې افغانستان کې جنګي جرمونه وڅېړي

د مدني ټولنې یو شمېر لارویان د لاهه له نړۍوالې محکمې غواړي چې، د افغانستان جګړه وارزوي او د جنګي جرایمو عاملین وپوښتي.

دوی په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، له اوربند پرته به د سولې خبرې کومه پایله ورنه کړي.

دوی زیاتوي، د وژنو دوام او د طالبانو له لوري د تاسیساتو ورانول د پوښتنې وړ او د نه منلو دي.

د ټولګډونه سولې لپاره د افغانستان د کړنلارې پروګرام دغه غونډه د سولې په تړاو د مدني ټولنې د  اندېښنو د بیانولو لپاره جوړه کړې ده.

د مدني ټولنې فعال معصومه جامي وايي:«جګړه هم خپل قانون لري. حکومت کافر، ملت کافر، پل او پلچک او ودانۍ او تاسیسات هم کافر دي؟ باور وکړئ په هغې سیمه کې چې موږ ژوند کوو هېڅ پل او پلچک روغ نه دی.»

د مدني ټولنې فعال مجیب ابراهیمي هم وویل:«هېڅوک نه شي کولای هغه جنایت چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې شوی دی سترګې پرې پټې کړي.»

د مدني ټولنې دغه فعالان په هېواد کې د جګړې پر دوام اندېښن دي او وایي چې د خلکو د وژنو او د عامه تاسیساتو د ورانولو عالمان باید محاکمه شي.
      
په بامیان کې د مدني ټولنې فعال جاوېد ورس څرګندوي:«لاهم جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جنایت په لوړه کچه او تر ټولو شدیت د نسل وژنې جرمونه شتون لري. په لسو وروستیو کلونو په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې جنګي جرایم نه رعایت کېږي.»

د مدني ټولنې د دغو فعالانو په باور د نړۍوالې محکمې په څېر یو نړۍوال سازمان باید په افغانستان کې جنګي جرمونه وڅېړي.

د ټولګډونه سولې لپاره د افغانستان د کړنلارې پروګرام مشرتابه کمېټې غړی مجیب خلوتګر وايي:«د افغانستان د حکومت په مرسته غواړو او د اړوندو بنسټونو په مرسته غواړو دا موردونه خپلو اړوندو بنسټونو ته، له هغې منځه نړیوالو محاکمو ته ورسوو ترڅو هغه لوري چې د جګړې نړۍوال قوانین یې تر پښو لاندې کړې دي په دې برخه کې ځواب ویوونکي وي.»

د ټولګډونه سولې لپاره د افغانستان د کړنلارې د پروګرام مسوولانو د ټولنې له بېلابېلو طبقو سره د خپلو سلا مشورو پایلې راټولې کړې دي او په جګړه کې له ښکېلو غاړو سره به یې شریکې کړي.

د مدني ټولنې فعالان وايي چې د وژنو دوام او د طالبانو له لوري د تاسیساتو ورانول د پوښتنې وړ او د نه منلو دي.

شریک یي کړئ