له دندې د افغانستانبانک د هغو کارکوونکو ګوښه کولو ته غبرګونونه ښودل شوي، چې یوه سند کې یې پښتو ژبه نهوه لیکلې.
ځینې حقوقپوهان وایي، په دغه دلیل د افغانستانبانک د ځینو کارکوونکو له دندې ګوښه کول قانوني چاره نهده.
د افغانستانبانک شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې وویل، چې د دې بانک هغه کارکوونکي یې له دندې ګوښه کړي دي، چې د جنیوا کنفرانس د ژمنو سند یې په پښتو ژبه نه وه لیکلی. خو دا یې نه وه څرګنده کړې، چې له دندې لېرې شوي دا کسان څوک او څو تنه دي؟
حقوقپوهان وایي، په دغسې مواردو کې د افغانستانبانک تر کارکوونکو د دې بنسټ رییس مسوولیت لري چې ځواب ووایي.
یوه حقوقپوه روحالله سخيزاد وویل:«په هېڅ صورت قانون د دې کار اجازه نه ورکوي. خو په هغه صورت کې چې یو کارکوونکی ۲۰ ورځې دنده کې حاضر نه وي، له دندې ګوښه کېدلی شي.»
د افغانستانبانک د رسنیو څانګې یوه کارکوونکي حسیبالله نوري ویلي:« په دې وروستیو کې د افغانستانبانک هغه کارکوونکي له دندې ګوښه شول، چې د ۲۰۲۰ کال د جنیوا کنفرانس ژمنو کې یې پښتو ژبه په پام نهوه نیولې. د دې لپاره چې راتلونکې کې څوک دا کار تکرار نهکړي.»
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د افغاستانبانک مشري یو سرپرست کوي او د قانون لهمخې سرپرست نهشی کولی چې څوک په دنده وګوماري او یا یې له دندې لېرې کړي.
د ولسي جرګې یوه غړي بابر جمال په دې هکله ویلي:«د افغانستانبانک یو کار هم قانوني نهدی او موږ د هغه (اجمل احمدي) لاسلیک ناچله اعلان کړی.»
اجمل احمدي د افغانستانبانک ریاست ته نوماند وو، چې د تېر ۱۳۹۹ کال لیندۍ میاشت کې ولسي جرګې رد کړ. خو ښاغلی احمدي لا هم د افغانستانبانک د سرپرست په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.