Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني: امریکايي ځواکونه ما له افغانستانه بهر کړل

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د بشپړېدو په درشل کې، ولسمشر غني وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د هغه له وړاندیزونو څخه وو.

ولسمشر غني چې نن خوست ولایت ته تللی و او په یوې غونډه کې یې د دغه ولایت خلکو ته وینا کوله له طالبانو نه یې وغوښتل چې د مذاکرې مېز ته حاضر شي.

هغه په دې هکله وویل:«ایا امریکایان مې له افغانستانه په عزت سره بهر کړل او که نه؟ کومه ورځ وه چې ما ویلي وي امریکایان دې وي؟ اوه کاله مخکې مې نه و ویلي چې امریکایان وځي؟ دوه کاله مخکې مې ولسمشر ټرمپ ته ونه لیکل چې خپل ځواکونه دې له افغانستانه بهر کړه؟»
 
ولسمشر په خپله وینا کې همدارنګه وویل که چېرې طالبان د افغانستان لپاره جنګېږي باید ژمنه وکړي چې د ډیورنډ کرښه ونه مني او مزدورۍ ته د پای ټکی کېږي:«راشئ او له طالبه وپوښتئ، چې د چا لپاره جنګېږي؟ د افغانستان او یا د دې لپاره چې افغانستان د نورو تر لاس لاندې راشي؟ پر ما باور وکړئ چې افغانستان له څلور لارې په یوې داسې لارې نه بدلېږي او له ما سره ژمنه وکړئ چې د افغانستان اوبه پر پردیو نه پلورئ.»

طالبانو تراوسه د ولسمشر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
 
ولسمشر په دې باور دی، هغه څه چې ده د سولې لپاره کړې دي د افغانستان په تاریخ کې چا نه دي کړي، نوموړی خبرداری ورکوي هغه څوک چې نظام له دننه تخریبوي نور د زغلم وړ نه دي.

د اسیا د زړه هېوادونو د همپالنې جنبش رییس محب نوري څرګندوي:«د امریکا متحده ایالات او په ټول کې د ناټو ځواکونه، د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ له افغانستانه ووتل، هغه هوکړه لیک چې طالبان ادعا لري په واقعیت کې له هغوی سره لاسلیک شوی دی.»

ولسمشر غني خوست ته په خپل دغه سفر کې د دغه ولایت نړۍوال هوایي ډګر پرانیست. دغه هوایي ډګر د ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ په لګښت جوړ شوی دی.

چارواکي وايي د خوست هوايي ډګر پر جوړېدو شاوخوا ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ لګېدلي چې په نړۍوالو معیارونو برابر جوړ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه