Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېوادونو او سازمانونو استازو له طالبانو د بریدونو بندول غوښتي

د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیې، ناټو، ناروې او برېټانیا استازو، د جولاي په ۲۲ مه یعنې وړمه ورځ، د ایټالیا په روم کې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او دوحه کې په لوړه کچه د جمهوریت او طالبانو د تېرې اوونۍ غونډې نه وروسته، د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

دغو ټولو استازو افغانستان کې د تاوتریخوالي په سملاسي بندولو ټینګار کړی دی.

د یادو هېوادونو او بنسټونو استازو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستان سره د ټینګې ملګرتیا ژمنه کوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ له نژدې څاري.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې "د افغانستان خلکو ډېره موده په شخړه کې تېره کړې او دوی په افغانستان کې، د تاوتریخوالي لوړې کچې، د طالبانو بریدونو او د بشري حقونو نقض ته سخته اندېښنه لري."

اعلامیه کې لیکل شوي:"موږ پر ټولو لوریو غږ کوو، چې تاوتریخولی کم کړي او د ملکي خلکو ساتنه وکړي. د نړۍوالو بشرپالو قوانینو ژمنتیا ته درناوی وکړي. موږ له طالبانو غواړو چې پوځي بریدونه بند کړي. دغه راز له طالبانو او جمهوریت لوري نه غواړو چې جدي مذاکرات وکړي. موږ مذاکراتو کې د اوربند ژر ټينګېدو غوښتنه کوو، چې مذاکرات بریالي شي. موږ د افغان ځواکونو قرباني ستایوو."

د ځینو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازو ویلي، چې افغانستان کې د شخړې حل لپاره پوځي لار نه‌شته او دوی به د امنیت شورا د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ، چې ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی، افغانستان کې په زور جوړ شوي حکومت نه ملاتړ و نه‌کړي.

د ځینو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ویلي، دوی به د هغه حکومت ملاتړ و نه‌کړي، چې په زور جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه