د چین دفاع وزارت وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي پړه امریکا ده او دا هېواد نهشي کولی، چې بار د سیمې د هېوادونو پر اوږو واچوي.
د پاکستان لومړی وزیر وایي، اوس چې کم شمېر امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتې دي، طالبان څرنګه جوړ راشي؟ او د عمرانخان په وینا، امریکا چې یو وخت کې افغانستان کې ۱۵۰ زره سرتېري لرل، نو هغه وخت یې په ځواک له طالبانو سره خبرې کولی شوې.
عمرانخان وايي، پاکستان کې مېشت درې میلیونه افغان کډوالو نه، زیات یې طالبانو سره خواخوږي لري.
بلخوا د د چین دفاع وزارت وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي پړه امریکا ده او دا هېواد نهشي کولی، چې بار د سیمې د هېوادونو پر اوږو واچوي.
د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال چې په خبرو د افغانستان د شخړې پر حل ټينګار کوي، خو وایي طالبانو سره امریکا هغه مهال ښې خبرې کولی شوې، چې افغانستان کې یې حضور زیات وو.
عمرانخان ویلي:"امریکایانو هغه مهال کولی شوای چې طالبانو سره په ځواک خبرې وکړي چې افغانستان کې د امریکا او ناټو ۱۵۰ زره ځواکونه وو. اوس چې یوازې څو زره سرتېري پاتې دي، طالبانو سره څرنګه جوړ راتلی شي؟"
له عمران خان پوښتنه شوې، چې ایا د افغانستان جګړه کې پاکستاني وګړي وژل شوي؟
هغه ویلي، شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي، چې اکثره یې طالبانو سره خواخوږي لري او پاکستانیانو سره د هغوی توپیر ګران دي.
عمرانخان ویلي:"د طالبانو او حکومت ترمنځ سیاسي جوړه ده، چې یو ټول ګډونه حکومت جوړ شي. دا یوازینۍ لاره ده. د پاکستان ګټې په افغانستان کې سوله کې دي. درې میلیونه افغان کډوال پاکستان کې دي او اکثره یې پښتانه دي، چې طالبانو سره خواخوږي لري. پاکستان څرنګه وارزوي چې څوک افغانستان کې جګړې کولو یا جګړې نه کولو لپاره ځي. داسې حال کې چې هره ورځ له ۲۵ زره تر ۳۰ زرو کسان له کرښې اوړي."
بلخوا د د چین دفاع وزارت وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي پړه امریکا ده او دا هېواد نهشي کولی، چې بار د سیمې د هېوادونو پر اوږو واچوي.
د چین د دفاع وزارت ویاند ووکیان ویلي:"امریکا د افغانستان د موضوع اصلي پړې په توګه، د افغانستان د اوسني وضعیت له مسوولیته ځان نهشي خلاصولی. امریکا نهشي کولی، چې بار د سیمې د هېوادونو پر اوږو واچوي. امریکا باید په جدیت سره ټول مسوولیت واخلي، تر څو افغانستان کې د وضعیت د بدلون ډاډ حاصل شي. امریکا دې له افغانستانه د ځواکونو ایستلو نه وروسته جګړې مخنیوی وکړي."
په همدې حال کې ځینو هېوادوالو کابل کې یوه لاریوان کې پاکستان تورن کړی، چې افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي.
د کابل یوه اوسېدونکي سیدرحمان زاخېلوال ویلي:"پاکستان زموږ پر خاوره تېری کړی، له پاکستان په نېغه تروریستان راځي او زموږ خلک وژني."
د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې یو وار بیا ترینګلې شوې دي؛ داسې چې نږدې دوې اوونۍ وړاندې ولسمشر غني یو ځل بیا، پر پاکستان تور ولګاوه چې له طالبانو ملاتړ کوي او یوه میاشت کې شاوخوا ۱۰ زره پاکستاني او د نورو هېوادونو وسلهوال پر افغانستان راتوي شوي.
په دې اړه مو اندونه