Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات ښار په ځينو برخو کې لاهم سختې نښتې روانې دي

هرات کې د دولتي ځواکونو له عملیاتو دوام سره، لاهم د ښار په بېلابېلو څنډو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

امنیتي مسوولان وايي، طالبان د ښار له ځينو برخو په شا تمبول شوي؛ خو له دې امله چې طالبان د ولسي خلکو په کورنو کې مرچلې نیولي دي چاڼيز عملیات ډېر ورو مخ ته ځي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د لوا د ارکان رییس ګلزاد په دې هکله وویل:«درې ورځې کېږي چې د غیبتان او هوا ده په کلیو کې جګړه ده. تېره ورځ طالبانو دلته لس تنه مرګ ژوبله لرله چې مړي یې په سیمه کې پاتې وو خو د شپې ځایي خلکو د هغوی مړي له دې ځایه یوړل.»

د ولسي مقاومت مشر محمد اسماعیل خان چې، د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ولسي ځواکونو مشري هم پر غاړه لري وايي، د هرات ښار جګړه د پاکستان له لوري مدیریت کېږي. هغه له هراتیانو غواړي چې، د پاکستان د دغه ښکاره یرغل پر وړاندې عمومي پاڅون وکړي:«په څرګنده وایم چې د هرات ښار جګړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ده. دا د طالب جګړه نه ده او طالبان یوازې وسیله ده. لکه څرنګه چې د افغانستان خلک د امریکا، روسیې او نورو زبر ځواکونو غلامي ونه منله، د پاکستان غلامي هم نه مني.»

ځينې سرتېري چې، د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي وايي، طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې، هرات ښار ته دننه شي.

د پولیسو افسر محمد ناصر وايي:«دښمن ډېره هڅه وکړه چې په دغو ورځو کې هرات ښار ته ننوځي خو تر هغې چې زموږ په بدن کې یو څاڅکی وینه وي دغو طالب ترهګرو ته به اجازه ورنه کړو چې ښار ته ننوځي.»
هرات کې د ملي پوځ سرتېری بلال احمد هم زیاتوي:«طالبانو پرمختګ کړی وو خو هغوی په شا وتمبول شول او هېڅکله ښار ته راننوتلای نه شي.»

په هرات ښار کې د تېرې اوونۍ د جګړو له امله سلګونه کورنی د هرات ښار له سوېل او لوېدیځو برخو د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د هرات اوسېدونکی عبدالقیوم زیاتوي:«طالبان زموږ سیمې ته راځي، خو کله چې امنیتي ځواکونه راشي تښتي او ځي. خلک د جګړې له امله ډېر له ستونزو سره مخ شوي دي.»

د هرات بل اوسېدونکی فردین څرګندوي:«طالبان له اوږدو ږیرو سره او پیکا او تومانچه په لاس لري او د خلکو د کورونو د بامونو تر شا دي.»

د هرات د حوزه يي روغتون د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات ښار په روانو جګړوکې ۱۵ ملکیان او ۳ نظامیان ټپيان شوي او په وینا یې په دې لړ کې د ولسي مقاومت دوه مړي هم د دوی روغتون ته وړل شوي دي.

له دې سربېره د هرات امنیتي مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایت کې ۳۰ طالبان وژل شوي؛ خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د ولسي مقاومت جبهې مشر محمد اسماعیل خان وايي، د هرات جګړه په مستقیمه توګه د پاکستان له لوري رهبري کېږي.

شریک یي کړئ