Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امامیه علماوو شورا هېواد کې روانه جګړه ناروا ګڼي

د امامیه په نامه د علماوو عالي شورا نن (پنج‌شنبه د زمري په ۱۴ مه) کابل کې یوه غونډه کې اوسنۍ جګړه ناروا وګڼله او ویې ویل، چې حکومت او طالبان دې مذاکراتو ته مخه کړي.

دغو علماوو ویلي، چې د افغانستان د خلکو ملي پېژاند له خطر سره مخامخ دی او ښکېلې خواوې دې نور د جګړې ډول نه وهي.

کابل کې د علماوو دا غونډه داسې مهال ده، چې په ټول هېواد کې جګړې زور اخېستی او د سولې د خبرو برخلیک هم معلوم نه‌دي.

یوه دیني عالم محمد حسین جعفر کندوزي ویلي: "هم پر حکومت او هم پر طالبانو غږ کوو، اوس چې بهرنیان ولاړل، د خلکو د وینې تویولو لپاره څه دیني او شرعي اساس لري؟ "

دیني عالم محمد داوود محمدي ویلي: " خپلو وجدانونو ته پام وکړي، چې جګړه پر مسلمانانو ده که پر کفارو؟ "

د عليرضا علي‌زاده په نوم یوه دیني عالم ویلي: " د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو نه غواړو چې د افغانستان خلکو سره دې د سولې ټینګښت کې مرسته وکړي. "

د امامیه د دیني عالمانو عالي شورا له نورو دیني عالمانو غوښتي چې د اوسنۍ جګړې په هکله خپل دریځ اعلان کړي.
دیني عالم سید جعفر عادلي ویلي: "علما باید تر بل هر وخت همغږي شي او خپل مسوولیت سرته ورسوي. "

د امامیه عالمانو عالي شورا دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې د طالبانو بریدونه په بې‌ساري ډول زیات شوي دي او په تېرو درېیو میاشتو کې یې د څه باندې دوه سوه ولسوالیو مرکزونه لاندې کړي دي.

د امامیه علماوو عالي شورا غړي وایي، اوس چې له افغانستان نه بهرنیان وځي، نو بې‌ګناه خلکو وژل دې بس شي.

شریک یي کړئ