طالبانو بېګاه (پنجشنبه د زمري په ۱۴ مه) د نیمروز ولایت پر مرکز زرنج ښار ډلهییز بریدونه کړي، چې ګڼې سیمې یې لاندې کړې هم دي.
د نیمروز خلک وایي، چې طالبانو د ولایت مقام، امنیه قومانداني او هوایي ډګر نیولی.
په خواله رسنیو کې خپرې شوې وېډيوګانې ښيي، چې ځینې عام خلک شتمنۍ هم لوټي.
له دې سره پر زرنج ښار د طالبانو بریدونو له کبله، د زرنج ځینې اوسېدونکي اړ شوي وو، چې ایران ته واوړي، خو ایران پولهساتو ورته ایران ته د اوښتلو اجازه ور نهکړه.
د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکي ویلي: " دا بېعزتي شرف لري چې طالب ما ووژني. ټول دې ووژني. ملا هبت الله ته واوره. "
په نیمروز کې امنیتي وضعیت وروسته تر هغې ترینګلی شو، چې طالبانو کنګ ولسوالۍ لاندې کړه.
په همدې حال کې د ځينو وژل شویو امنیتي سرتېرو عکسونو کې ښکاري، چې ګنې سترګې یې ویستل شوي – ځینې مړي اصلاً د لیدلو نهدي.
خو طالبان وایي، سرتېري یې شکنجه کړي نهدي او دوی سره نښته کې وژل شوي دي.
په دې هکله د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیحالله فرهنګ ویلي: " طالبان چې خپل کنټرول لاندې سیمو کې دا پېښې ردوي، له مسوولیت نه یې د خلاصېدو مانا نه لري. "
یوه دیني عالم مولوي مصباح ویلي: "دواړو خواوو ته وایم، کله چې پیغمبر (ص) د کفارو بندیان نه دې وژلي، مسلمانان ډېر حق لري، چې و نه وژل شي. "
په همدې حال کې دولتي ځواکونه هم کله کله تورن شوي، چې د جګړې پر مهال یې د طالبانو مړو ته سپکاوی کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ویلي: "د نړۍوالو قوانینو له مخې دا په جنګي جرمونو کې راځي. د دې په خوا کې د اسلام له مخې قطعاً منعه دي. "
نیمروز ولایت پینځه ولسوالۍ چې درې یې بشپړې طالبانو لاندې کړې دي او یوازې چهار بُرجک ولسوالي او د دلارام ولسوالۍ ځینې سیمې د حکومت په کنټرول کې دي.