Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان او د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا اجنډا

په سویس کې د افغانستان په دایمي استازولۍ کې د بشري حقونو د برخې سلاکار غواړي چې د بشري حقونو په ۷۵مې نړۍواله اعلامیه کې د افغانانو وضعیت او جنسیتي تبعیض د دغې غونډې په اجنډا کې شامل شي.
محب الله طیب په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت د نیوکې ترڅنګ وايي، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې او د وېن اعلامیې سیسټماټيک نقض اوس هم دوام لري.

د افغانستان په دایمي استازولۍ کې د بشري حقونو سلاکار، محب الله طیب و ویل: «زه هیله من یم چې د افغانانو وضعیت او په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض اړوند موضوعات د بشري حقونو د ۷۵مې نړۍوالې اعلامیې په کاري اجنډا کې وي.»

د اروپا د پارلمان غړې، هانا نیومن و ویل: «وضعیت راته اندیښمنوونکی بریښي او لکه څرنګه چې د رسنیو پام اوښتی، زموږ پام باید بدل نشي. ځکه ځینې چارې دې چې باید ترسره شي، د دې لپاره باید غږ پورته کړو چې د نړۍوالو قوانینو تر چتر لاندې جنسیتي تبعیض په رسمیت و پېژندل شي.»

اخوا، د ښځو د حقونو یوه فعاله بیا له نړۍوالې ټولنې او له اسلامي امارته غواړي چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته جدي پام وشي.

د ښځو د حقونو په چارو کې فعاله، فروزان داودزی و ویل: «په اوسنیو شرایطو کې د افغان ښځو وضعیت، نه د اسلامي امارت لخوا او نه هم د نړۍوالې ټولنې لخوا نه افغان ښځو او نه هم افغان ماشومانو ته توجه شوې ده.»

خو اسلامي امارت بیا د جنسیتي تبعیض فرضیه ردوي او زیاتوي، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نارینه و حقونو ته ژمن دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «د ښځو حقونه هم اسلامي امارت تسجیل او تثبیت کړي دي او په هغه چاچوب کې تنظیم کیږي چې شریعت ویلی دی. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې کوم حقونه چې اسلام ښځو ته ورکړي هغه ورکړي ځکه افغانستان یو اسلامي هېواد دی او خلک یې هم د اسلامي او شریغي حقونو غوښتونکي دي.»

تر دې مخکې، د بشري او ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا استازې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو، له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې په نوم غونډه کې، چې د روان کال د تلې په لومړۍ نیټه ترسره شوه، پکې له اسلامي امارته وغوښتل شول چې د ښځو پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه