په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې طالبانو د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو مرکزونه له سختې نښتې وروسته ونیول.
سیمهییز او امنیتي چارواکي او ټول دولتي ځواکونه، طالبانو سره له توافق وروسته، هلمند کې ۲۱۵ میوند قولاردو او په کندهار کې ۲۰۵ اتل قولاردو ته تللي.
ملي شورا کې د دغو درېیو ولایتونو د استازو له منځه یوازې د هلمند یوې وکیلې په دې هکله خبرې وکړي او نورو ټولو له څه ویلو ډډه کړې.
له څو اوونیو جګړې وروسته طالبانو د کندهار په څېر سټراتیژیک ولایت خپل کنټرول کې کړ.
د کندهار اوسېدونکي وایي، طالبانو د ولایت مقام، امنیه قومانداني او د ملي امنیت ریاست پرته له جګړې نیولي او سیمهییز چارواکي ۲۰۵ اتل قولاردو ته ټول شوي.
کندهار کې خبریال محمدیار مجروح ویلي:"طالبانو بېګاه وکړای شوای، چې ټول کندهار خپل کنټرول کې راولي."
د کندهار ګاونډ ولایت هلمند کې هم دولتي ځواکونه له لښکرګاه ښار نه وتلي.
سرچینې وایي، سیمهییز او امنیتي چارواکي په شورابک کې ۲۱۵ میوند قولاردو کې دي.
د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي مجید اخوندزاده ویلي:"لښکرګاه کې یو لوی ناورین وو. د ملکي خلکو کورونه بمبار شول. هم ملکي خلکو او هم نظامیانو ته تلفات واوښتل."
ولسي جرګه کې د هلمند خلکو استازې شګوفې نورزۍ ویلي:"ولایتونه سقوط کوي او دا د پوښتنې وړ دی. وینئ، چې ځینې ولایتونه پرته له جګړې تسلیم شوي."
بلخوا داسې رپوټونه دي، چې طالبانو زابل او ارزوګان ولایتونه هم خپل کنټرول کې راوستي دي.
د اروزګان والي محمدعمر شېرزاد ویلي:"موږ طالبانو سره په خبرو یوو، سپینږېرو ته ویل شوي، چې د شتمنۍ د ویجاړېدو مخنیوي لپاره دې موضوع سولهییزه حل شي."
پلازمېنې کابل ته نژدې پروت ولایت لوګر کې هم جګړه ده.
ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمد صدیق حسینزاده ویلي:"له دې کبله چې مرکزي دولت اکمال و نه کړای شو. سقوط یې وکړ. موږ امنیت شورا ته ویلي وو چې زموږ والي سم سړی نه دی، دغه دی طالبانو ته تسلیم شو."
د هغو ښارونو شمېر ۱۶ شو، چې طالبانو پرې کنټرول خپل کړي.
بلخوا په کابل کې ځینو ځوانانو ټپي سرتېرو ته د وینې په ورکولو سره له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.