Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو د سیاستوالو ټينګار

کابل ته د طالب مشرانو له رارسېدو څو ورځې تېرېږي خو لا یې هم له افغان سیاستوالو سره د راتلونکي نظام پر څرنګوالي او جوړښت اساسي بحثونه نه دي کړي.

د دغه بهیر څارونکي وایي طالب مشرانو تر اوسه له افغان سیاستوالو سره یوازې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي مشورې کوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې د ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر طالب مشرانو تر مینځ په کابل کې ناستې ولاړې تودې شوې دي.

خو د دغه بهیر څارونکي وایي چې په دغو ناستو کې تر اوسه د راتلونکي نظام پر څرنګوالي او جوړښت هېڅ ډول اساسي بحثونه نه دي شوي.

د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل وايي:«باید اساسي بحثونه پېل شي، تر اوسه پورې چې کوم بحثونه شوي دي څنګه کولای شو چې ټولو ته په دغه بحثونو کې برخه ورکړل شي. د عفوې، د ملي وحدت بحث، د زغم بحث، د ښار چور او چپاول څخه ساتنې مسایلو باندې بحث شوی. هیله من یم چې ژر تر ژره دوی اساسي بحثونه وکړي او دا ځکه چې ولس د نظام جوړښت ته منتظر دی.»

ویل کېږي په دغو ناستو کې بېلابېلو سیاستوالو ته طالبان ډاډ ورکوي چې په ګډه ورسره نوي حکومت کې همکاري وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وویل:«دا ناستې ګټورې دي، ځکه ګټورې دي چې مشورې کوي. د دې غرض دا دی چې له یو خوا خلکو ته ډاډ ورکوي او له بلې خوا دا حالت منځته راوړي چې راتلونکي نظام کې ټول خلک ځان وګوري او نړېوالو ته هم د اعتبار وړ وي.»

په ورته وخت کې خلک له طالبانو او سیاستوالو  غواړي چې ژر تر ژره دې د واک خلا ختمه کړي او یو ټول شموله حکومت دې رامنځته کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالواحد اعظمي څرګندوی:«تر اوسه هېڅ نتیجې ته طالبان د نوي حکومت جوړېدو لپاره نه دي رسېدلي او په دې برخه کې ناتوانه شوي چې د خپل راتلونکي نظام ساختار جوړ کړي. زموږ توقع دا ده چې له ټولو ډلو سره یو ځای یو همه شمول حکومت ایجاد کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد سمیع هم وايي:«د دې ټولو ناستو څخه یو تصمیم ان شاالله نیونکی دی چې ټول شموله حکومت رامنځته شي چې د ټولو افغانانو خیر په کې وي.»

یوه اوونۍ کېږي چې طالبان پر کابل واکمن شوي، خو نوی حکومت لا نه دی جوړ شوی او د نظام تشه په څرګند ډول محسوسېږي. 

خلک له طالب مشرانو او سیاستوالو غواړي چې د واک د تشې د ډکولو لپاره دې ژر تر ژره د حکومت پر جوړولو سلا شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه