Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د امریکا نژدې شلو کلونو پوځي حضور ختم شو

له نژدې ۲۰ کلونو پوځي حضور وروسته، امریکایي ځواکونه بېګاه (دوشنبه د وږي په اتمه) له افغانستانه ووتل.

وروستی امریکایی سرتېری کریس دوناهو و، چې بېګاه ۱۲ بجې له افغانستانه ووت.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر ټویټر لیکلي، چې اوس نو افغانستان کې د دوی د شلو کلونو پوځي حضور ختم شوی او په دې هکله به يې د امریکا پر وخت نن ماسپښین وینا هم وکړي.

جوبایډن زیاته کړې:"په تېرو ۱۷ ورځو کې زموږ پوځ، د امریکا په تاریخ کې د ایستنې تر ټولو لویه لړۍ بشپړه کړه. هغوی خپله چاره په مسلکي توګه سرته رسولې. اوس نو په افغانستان کې زموږ د ۲۰ کلونو پوځي حضور ختم شو."

له دې سره د امریکا د دفاع وزیر هم له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو د لړۍ بشپړېدو خبره کړې.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډاسټین پر ټویټر لیکلي:"نن د امریکا پوځ د ملکي ایستنې لړۍ بشپړه کړه او هم ټول ځواکونه له افغانستانه ووتل."

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل نوی څپرکی پیل شو.

انتوني بلنکین ویلي:"په نوي څپرکي کې به، امریکا افغانستان سره تعامل کې، له ډېپلوماسۍ د یوازینۍ لارې په توګه کار اخلي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د ختم خبر ورکړی.

مجاهد پر ټویټر لیکلي:"نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۲ بجې، وروستي امریکایي عسکر د کابل له هوایي ‌ډګر څخه ووتل او زموږ هېواد په بشپړه توګه خپلواکي ترلاسه کړه."

په ورته وخت کې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې افغانستان کې د امریکا جګړه ختمه شوه او اوس د افغانانو کار دی، چې د خپل هېواد راتلونکې په هکله پرېکړه وکړي.

خلیلزاد پر ټویټر لکیلي:"زموږ د نظامیانو او ګڼو شریکانو سرلوړیو سره چې زموږ ترڅنګ ولاړ ول، اوس افغانان د پرېکړه موکه لري او د خپل هېواد راتلونکی یې خپل لاس کې دی."

خلیلزاد دا هم لیکلي چې طالبان له یوې ازموینې سره مخامخ دي.

خلیلزاد لیکلي:"اوس هغوی (طالبان) به وکړای شي، چې خپل هېواد خوندي او سوکاله کړي، چې په‌کې ټول وګړي، ښځې او نارینه خپلو وړتیاوو ته لاسرسی ولري؟ ایا افغانستان به وکړای شي، چې خپله فرهنګي، تاریخي او سنتي ښکلا او قوت نړۍ ته وښيي.؟"

په افغانستان کې تېرو شلو کلونو کې یوازې امریکایي سرتېري نه ول، بلکې د ناټو غړو هېوادونه زرګونه سرتېري هم وو، چې هغوی لا له وړاندې له افغانستاني وتلي وو – تازه برېټانیا هم وړمه ورځ وویل چې افغانستان کې یې پوځي حضور ختم شو.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې نږدې دوه نیم زره امریکایي پوځيان او ملکي مامورین وژل شوي او شاوخوا شل زره نور ټپیان شوي دي.

امریکا او ملګري هېوادونه یې افغانستان ته څرنګه راغلل؟

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ مه القاعدې د امریکا نیویارک او واشنګټن کې، د نړۍ په سترو تجارتي مرکزونه خونړي بریدونه وکړل، هغه بریدونه چې ۲،۹۸۳ کسان په‌کې ووژل شول، چې اکثره یې ملکي کسان او د ۹۰ هېوادونو وګړي وو.

له همدغې تاریخي پېښې وروسته امریکا افغانستان ته راغله او ګومان یې دا وو، چې القاعدې شبکې له افغانستانه پر امریکا دغه بریدونه کړي دي.

د ۲۰۰۱ د اکټوبر پر اومه د امریکا په مشرۍ ټلوالې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل. پر کابل، کندهار او جلال اباد کې موخې په نښه شوې. طالبانو امریکا ته د اسامه بن لادن له ورسپارلو ډډه وکړه.

له ډېرو خونړیو نښتو او لوړو ژورو سره بالاخره، بېګاه د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ پر ۳۰ مه افغانستان کې د امریکا او ملګرو یې پوځي حضور ختم شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر ټویټر لیکلي، چې اوس نو افغانستان کې د دوی د شلو کلونو پوځي حضور ختم شوی او په دې هکله به پد امریکا پر وخت نن ماسپښین وینا هم وکړي.

شریک یي کړئ