Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو سره پر مبارزه د احمد مسعود ټینګار

د مقاومت جبهې یو قوماندان احمد مسعود وایي، چې دوی به د طالبانو خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

مسعود وایي، دوی به تر هغو مبارزه کوي، چې خپلو حقونو ته ورسېږي.

مسعود پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي:"کله هم د خدای، ازادۍ او عدالت لپاره له مبارزې لاس نه اخلو."

احمد مسعود وايي، خلک خپلې پر ځای غوښتنې لپاره مبارزه کوي او مبارزه به یې تر هغو وي، چې خپلو غوښتنو ته ورسېږي.

احمد مسعود ویلي: "که د پنجشېر مبارزه ده او که هرات کې زموږ د خویندو چې د عدالت غوښتنې چغه یې کړې، دا ښيي چې خلکو له خپلو پر ځای غوښتنو لاس نه دی اخېستی او په دې مبارزه نه ستړي کېږي. او له هر شان ګواښ ډارېږو هم نه."

وړمه ورځ په هرات کې لسګونه مېرمنې سړکونو ته راوتلې وې او ویل یې چې د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې دې خوندي وي.

پرون بیا کابل کې ځینې مېرمنې راوتلې وې او ویل چې راتلونکي حکومت او پرېکړو کې دې، د دوی حضور پام وړ وي.

له دې سره د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال او د مقاومت جبهې یو قوماندان امرالله صالح بېګاه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې، په پنجشېر کې دی او مبارزې ته دوام ورکوي.

دا هر څه داسې مهال دي، چې د تېرو څو ورځو راهیسې د پنجشېر ولایت د نیولو پر سر د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ جګړه روانه ده.

دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو او د وړاندې تګ ادعاوې کوي.

احمد مسعود وايي، ماتې هغه مهال مخې ته راځي، چې له خپلې مبارزې لاس واخلي خو دا کار نه کوي او په وینا یې مبارزه کې ستړي کېږي هم نه.

تصویر بندانگشتی

د مقاومت جبهې یو قوماندان احمد مسعود وایي، چې دوی به د طالبانو خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

مسعود وایي، دوی به تر هغو مبارزه کوي، چې خپلو حقونو ته ورسېږي.

مسعود پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي:"کله هم د خدای، ازادۍ او عدالت لپاره له مبارزې لاس نه اخلو."

احمد مسعود وايي، خلک خپلې پر ځای غوښتنې لپاره مبارزه کوي او مبارزه به یې تر هغو وي، چې خپلو غوښتنو ته ورسېږي.

احمد مسعود ویلي: "که د پنجشېر مبارزه ده او که هرات کې زموږ د خویندو چې د عدالت غوښتنې چغه یې کړې، دا ښيي چې خلکو له خپلو پر ځای غوښتنو لاس نه دی اخېستی او په دې مبارزه نه ستړي کېږي. او له هر شان ګواښ ډارېږو هم نه."

وړمه ورځ په هرات کې لسګونه مېرمنې سړکونو ته راوتلې وې او ویل یې چې د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې دې خوندي وي.

پرون بیا کابل کې ځینې مېرمنې راوتلې وې او ویل چې راتلونکي حکومت او پرېکړو کې دې، د دوی حضور پام وړ وي.

له دې سره د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال او د مقاومت جبهې یو قوماندان امرالله صالح بېګاه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې، په پنجشېر کې دی او مبارزې ته دوام ورکوي.

دا هر څه داسې مهال دي، چې د تېرو څو ورځو راهیسې د پنجشېر ولایت د نیولو پر سر د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ جګړه روانه ده.

دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو او د وړاندې تګ ادعاوې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه