د بېپولې خبریالانو سازمان، د افغان خبریالانو حالت ته په اندېښنه دی او وایي، چې په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې، خبریالانو سره د زورزیاتي لسګونه پېښې دوی سره ثبت شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې طالبانو ۲۴ تنه خبریالان د څو ساعتونو لپاره نیولي وو.
د بېپولې خبریالانو سازمان د افغانستان څانګې مشر رضا معیني ویلي:"د بې پولې خبریالانو سازمان په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې افغان خبریالانو سره د زورزیاتي لسګونه پېښې ثبت کړې دي."
له دې سره طالبانو پرون د اطلاعاتروز ورځپاڼې دوه تنه خبریالان، کابل کې د مظاهرې د پوښښ پر مهال نیولي وو او بیا یې ازاد کړي، چې اوس دا خبریالان وایي طالبانو سخت وهلي ډبولي دي.
بلخوا په ځینو ولایتونو کې خبریالان وایي، چې طالبانو پرې سخت بندیزونه لګولي دي.
طالبانو بیا خبریالانو سره شوی زور زیاتی مني او ډاډ ورکوي، چې دوی هڅه کوي راتلونکې کې داسې پېښې و نهشي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یو غړی انعامالله سمنګانی وایي:"دا چې په تېرو څو ورځو کې خبریالان قرباني شوي، موږ پرې خواشيني یوو خو کوښښ کوو چې دغو ستونزو ته ورسېږو."
په کور دننه او بهر د خبریالانو مدافع بنسټونه وایي، چې د افغان خبریالانو حالت ته اندېښنه لري او غواړي چې خبریالانو سره دې زور زیاتی بند شي.