Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جرمني د ملګرو ملتونو غونډه کې د طالبانو ګډون سره مخالفت وکړ

یوه ورځ وروسته له هغې، چې د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې، د ملګرو ملتونو نه، عمومي غونډه کې د ګډون غوښتنه وکړه، جرمني په دې غونډه کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت کړی – جرمني داسې هېواد چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له څلورو مالي تمویلونکو دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو په تور لېسټ کې دی او تل د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو د بشري حقونو په نقض تورن کړي دي.

جرمن وزیر ټینګار کړی، چې طالبان دې هغه څه عملي کړي چې نړۍ سره یې ژمنه کړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي:"موږ د طالبانو چلن ګورو. هغوی په تېروتي لار روان دي او لا یې ټول‌ګډونه حکومت نه دی جوړ کړی او تل د بشري حقونو په نقض تورن دی. موږ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له نژدې څاروو."

له دې سره د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.

امیرخان متقي ویلي:"موږ له نړۍ سره دایمي اړیکې غواړو او نور دې پر موږ فشار نه راوړل کېږي، ځکه چې دا فشارونه، نه د افغانستان او نه هم د نړۍ په ګټه دي."

اوس چې د طالبانو ټینګار دادی، چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د افغانستان په استازولۍ امیرخان متقي وینا وکړي، نو د ملګرو ملتونو د باور ورکولو کمیټه چې نهه دایمي غړي لري، پرېکړه به کوي، چې د افغانستان په استازولۍ څوک وینا وکړي.

د نړۍوالو چارو یوه شنوونکي محمد خان اندړ ویلي:"زه فکر نه کوم، چې ملګري ملتونه به دا ومني، چې د افغانستان په استازولۍ طالبان غونډه کې وینا وکړي، ځکه چې تراوسه نړۍ طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي."

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي په دې هکله ویلي:"د افغانستان د مخکیني حکومت استازی نور په ملګرو ملتونو کې رسمیت نه لري، نو د افغانستان د پېژندلو لپاره کېدای شي ملګري ملتونه د طالبانو استازي ته د حضور حق ورکړي."

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه چې څلور ورځې نوره هم شته، لا نه ده معلومه چې د افغانستان په استازولۍ به څوک په‌کې وینا وکړي.

د جرمني جګپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډه کې، د طالب چارواکو له ګډون سره مخالف ښودلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه