د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې نن (پنجشنبه د تلې په لومړۍ نېټه) په یوه اعلامیه کې له سرپرستې کابینې غوښتي، چې د علمي بنسټونو څوکیو ته دې مسلکي او تجربه لرونکي کسان په دنده وګوماري.
اعلامیه کې لیکل شوي، چې که په تحصیلي بنسټونو کې مسلکي کسان نه وي، نو علمي بنسټونه به له جدي بحران سره مخامخ شي.
د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنه په داسې حال کې د مسلکي کسانو د ګومارنې خبره کوي، چې دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون د رییس په توګه په دنده ګومارل شوی.
د پوهنتونونو استادان وایي، که تر یوې اوونۍ د لوړو زدهکړو وزارت په وروستیو ګومارنو له سره غور و نه شي، دوی به مدني اعتراضونه وکړي.
د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مرستیال عصمتالله سجاد طلوعنیوز ته ویلي:"د افغانستان پوهنتونونه د کوم خاص نظام اړوند نه دي. دا ملي ارزښتونه دي. د پوهنتونونو استادان هغه څوک دي چې د ټول افغانستان اړوند دي."
د پوهنتون یوه استاد سید باقر محسني ویلي:"استادان او د پوهنتون علمي پلاوی باید له پوهنتون دننه کسانو نه غوره شي. که داسې و نه شي، په پوهنتونونو کې به وړتیاوې ختمې شي."
په ورته وخت کې ځینې محصلانې وایي، پوهنتونونه دې ژر بېرته پیل شي.
د کابل پوهنتون یوې محصلې فرخندې محبي ویلي:"زه هیله کوم چې د محصلینو غږ واورئ. خپل ټول اصول ووایئ، چې موږ خپله لاره وپېژنو."
د تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې دولتي پوهنتونونه بند دي.
وړاندې د سرپرستې کابینې د لوړو زدهکړو وزارت ویلي وو، چې دولتي پوهنتونونه به د اسلامي قوانینو په پام کې نیول سره ژر پیل شي.
په دې اړه مو اندونه