نړۍواله جنایي محکمه په پام کې لري، چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنه بېرته پیل کړي.
دغه محکمه له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې ترسره شویو جنګي جنایتونو په هکله ادعاوې او قضیې څېړي.
د معلوماتو پر بنسټ، په دې څېړنه کې به تر ډېره د طالبانو او داعش ډلې جنګي جنایونه وڅېړل شي، خو د امریکایي ځواکونو جنګي جنایتونه نه څېړل کېږي.
نړۍواله جنایي محکمه د جنګي جنایتونو د څېړلو تر ټولو باوري مرکز دی او دا محکمه هغه مهال د څېړنې اقدام کوي چې د دې محکمې یو غړی هېواد د جنګي جنایتونو د څېړلو وس و نه لري او یا هم څېړلو ته یې زړه نه وي.
د نړۍواله جنایي محکمې یوه څارنوال کریم خان ویلي، اوس یې وخت دی، چې دا محکمه په افغانستان کې څېړنې پیل کړي.
کریم خان زیاته کړې: "له دقیقې ارزونې وروسته زه دې نتیجې ته ورسېدم چې اوسمهال افغانستان کې کورنيو بنسټونو له لورې د کره او اغېزناکې څېړنې امکان نهشته. "
نړۍوالې جنایي محکمې په افغانستان کې د ۱۵ کلونو په لړ کې د شویو جنګي جنایتونو ادعاوې ثبت کړې دي، چې تېر کال یې یوه عمومي ارزونه وکړه.
نړۍوالې جنایي محکمې په تېرو کلونو کې د امریکایي او افغان ځواکونو جنګي جنایتونه څېړل، خو دا څېړنه وروسته تر هغې بنده شوه، چې د افغانستان مخکیني حکومت وویل، افغان عدلي او قضايي بنسټونه د جنګي جنایتونو ادعاوې څېړي.
د نړۍوالې جنایي محکمې دې نوي ګام کې چې د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه نه څېړل کېږي غبرګونونه هم لري.
د بشري حقونو یوې فعالې حوریه مصدق ویلي: "دا ګام هغو زرګونو قربانیانو ته سپکاوی دی، چې په برخه کې یې امریکایي، ناټو او د مخکیني حکومت ځواکونو جنګي جنایتونه کړي. "
له دې ټولو سره د بشري حقونو ځینو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پېښې، پر ښځو لګولي محدودیتونه او ځینې نور مسایل وڅېړي.
طالبانو تراوسه د نړۍوالې جنایي محکمې دې څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه