Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې معترضانې د نجونو د ښوونځیو بېرته پیل غواړي

په کابل کې ځینو مېرمنو لاریون او غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې ده.

دغه نجونې چې پرون کابل کې یوه تفریحي پارک کې راټولې شوې وې، د پوهنې پر وزارت یې غږ کړی چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

د اسلامي امارت کسانو د لاریونوالو مخه نیولې خو لاریونوالې بېرته یوه تفریحي پارک ته تللې دي او اعتراض یې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ویلي وو، چې لاریونوال باید تر لاریون وړاندې عدلیې وزارت نه اجازه واخلي.

له دې سره ځینې ښوونکې هم د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیسته غواړي.

په ورته وخت کې ځینې زده‌کوونکې وایي، چې تعلیم د دوی اسلامي او قانوني حق دی او باید ترې وانخیستل شي.

د مخکیني حکومت د سقوط یوه میاشت شوې، خو تراوسه د نجونو د تعلیم برخلیک معلوم نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه