Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ سږکال دغه ورځ رسماً ونه لمانځل شوه

نن سې شنبې (د تلې ۱۳مه) د ښوونکي له نړۍوالې ورځې سره سمون لري او هر کال دغه ورځ په هېواد کې په شانداره توګه لمانځل کېده؛ خو سږکال دغه ورځ ډېره کم رنګه ولمانځل شوه.

په ځينو ښوونځيو کې د ښوونکي ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه، چې ښځينه ښوونکي د تدریس له دوامه پاتې دي او له نامعلومه برخلیک سره مخ دي.

په دې لړ کې د هېواد ښوونکي له هغه څه چې د معاش نه اخیستل او بې وزلي ګڼي، شکایت لري. ځينې ښځينه ښوونکې هم وايي دا چې د کار اجازه نه ده ورکړل شوې اندېښمنې دي.
 
سعیده سادات هغه مېرمن ده چې پر تحصیل سربېره د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي. درې کاله کېږي چې مېرمن سادات له درېیم تر شپږم ټولګیو ته درس ورکوي. خو پر دې اندېښمنه ده چې په اوسني وضعیت کې نه شي کولای خپل کار ته ولاړه شي.

مېرمن سادات زیاتوي:«زه مایوسه یم ځکه هغو کسانو چې زده کړې کړي اوس په کور دي او نه شي کولای چې تدریس وکړي.»

د یوه خصوصي ښوونځي مدیره لیلی بشر خموش هم وايي:«زموږ د ډېریو زده کوونکو میندې ښوونکې دي. نن هغوی راغلل د ښوونکي ورځ یې موږ ته مبارک کړه، خو په خپله ډېر مایوسه وې.»

تر دې وړاندې د ښوونکي ورځ په پرتمینه توګه لمانځل کېدله، خو سږکال داسې نه ده.

ښوونکي وایي چې په اوسني وضعیت کې له فقر او بې وزلۍ سره مخ دي او څه باندې درې میاشتې کېږي چې خپل میاشتني معاشونه یې نه دي اخیستي.
 
ښوونکي سید رسول کریمي وویل:«د ښوونکي لپاره چې خوراک او پوښاک یې د معاش له پیسو چمتو کېږي، دا وضعیت ډېر سخت دی.»

ښوونکې سمیه سبا شریفي هم وايي:«دا ورځ د ښوونکي هغه ورځ نه وه چې ما یې تمه لرله. ما ډېره تمه لرله.»

په داسې حال کې په هېواد کې د ښوونکي ورځ په پیکه توګه لمانځل کېږي چې سږکال په دې تړاو هېڅ رسمي غونډه نه ده جوړه شوې. په دې لړ کې د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښوونکو د ورځې مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد د ښوونکو پر ستونزو غور وکړي.

په داسې حال کې په هېواد کې د ښوونکي ورځ په پیکه توګه لمانځل کېږي چې سږکال په دې تړاو هېڅ رسمي غونډه نه ده جوړه شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه