Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: اسلامي امارت د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت ودې ته ژمن دی

د ریاست الورزا دويم مرستيال په هغو مراسمو کې چې د تلې د دیارلسمې «ښوونکي نړۍوالې ورځې» په مناسبت په اماني لېسه کې جوړ شوي وو، وايي چې اسلامي امارت په هېواد کې د ښوونې او رزونې د کيفيت او کميت ودې ته ژمن دى.

عبدالسلام حنفي په دغو مراسمو کې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې، د مګړۍ اسلامي امارت د څه باندې ۸۰۰ زره حکومتي کارکوونکو معاشونه له خپلې ملي بودیجې ورکوي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه:«کابو ۸۰۰ زره حکومتي پرسونل په خپلې کورنۍ او ملي بودیجه تمول وو.»

د رسمي شمېر پر بنسټ، دمګړۍ څه باندې ۲۴۷ زره ښوونکي پر تدریس بوخت دي. د پوهنې وزارت د کیفیت او تضمین معینیت سرپرست وايي، د ښوونکو ۲۰ زره نور بستونه یې هم رامنځته کړي دي.

د پوهنې وزارت د کیفیت او تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق وویل:«۲۴۷ زره ښوونکو لرو موږ د هغوی د معنوي ارتقا او د معاش د ورکړې مسوول یوو.»

د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور هم څرګنده کړه:«په اوسنیو شرایطو کې که موږ اړ یوو علت یې دا دی چې موږ د تعلیم په برخه کې تر هغې کچې چې اړتیا ده کار نه دی کړی.»

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت ګډونوالو چارواکو د نجونو د متوسطو او لېسو د خلاصون په تړاو څه ونه ویل.

خو یو شمېر ښوونکي له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانیزي.

د حبیبې لېسې مدیر محمد آصف وویل:«ټولو هېوادوالو ته باید د تعلیم زمینه برابره وي او هیله لرم چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پیل شي.»

ښوونکی عبدالغفار هم وايي:«ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي اړینه ده چې د راتلوونکي نسل د روزلو لپاره په لومړي ګام کې رغنده رول لري.»

د ښوونکي ورځې په لمانځغونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست ګډون نه درلود؛ خو په خپل لېږل شوي پیغام کې یې ویلي چې، ښوونه او روزنه د هېواد د پرمختګ یوه لار ده.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دمګړۍ څه باندې ۱۰ مېلیونه زده کوونکي پر درسونو بوخت دي؛ خو د متوسطو او لېسو زده کوونکې نجونې بیا له څه باندې یوه کال راهیسې له زده کړو محرومې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه