Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'له دوشنبې سره د ناندریو د حل په موخه ډپيلوماټيکې هڅې پیل شوي'

د اسلامي امارت کلتوري کمېسیون د کابل او دوشنبې د وروستیو ناندریو په هکله ویلي، د دواړو هېوادونو تر منځ د ناندریو د هواري په موخه ډپلوماټیکې هلې ځلې پيل شوې دي.

د دې کمېسیون یو غړی وايي، تاجیکستان یو ښه ګاونډی دی او کابل به چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد په ضد کار واخیستل شي.

د کلتوري کمېسیون غړی وحید الله عمري وايي:«د بهرنیو چارو وزارت د تاجیکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو لپاره کار کوي او د تاجیکستان پېښه به هم ډېر ژر حل شي.»

بلخوا تاجیکستان سره له پولې رارسېدلي راپورونه وايي، د دواړو هېوادونو د تاویلو ماویلو په اوج کې د تاجیکستان او افغانستان پر پوله تګ راتګ بند شوی دی.

ځينې هغه کسان چې غواړي تاجیکستان ته ولاړ شي وايي چې، له څو ورځو راهیسې د تاجیکستان د پولې د خلاصېدو په تمه دي.

دوی زیاتوي، دمګړۍ د افغانستان او تاجیکستان تر منځ پوله تړل شوې او له امله یې یو شمېر کسان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

کډوال سلیم هم زیاتوي:«کډوال له بدخشانه تخار ته راغلي دي او غواړي چې د شیرخان بندر په لور حرکت وکړي او شېرخان بندر هم تړلی دی او له ستونزو سره مخامخ دي.»
 
له دې سره سم، د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو په یوې ټېلفوني اړیکه کې د تاجیکستان او افغانستان تر منځ پر ګډه پوله د امنیتي تابیاو پر ډېرېدو ټنیګار کړی دی.

خو د نړۍوالو اړیکو کارپوه حمید عبیدي بیا داسې وايي:«د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ موجوده شخړې د هېچا په ګټه نه دي او د دغو شخړو حل د کاونډيتوب پېژندل شوي اصولو ته مراجعه ده.»

د روسیې ټاس خبري سرچینې راپور ورکړی چې، داسې سلا شوې چې، د افغانستان په اړه خبرو ته دوام ورکړ شي. اوس داسې هڅې پیل شوي چې، د کابل او دوشنبه تر منځ راولاړې شوې نانندرۍ د خبرو له لارې هوارې شي.

د اسلامي امارت د کلتوري کمېسیون یو غړی وايي چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ شخه به له ډپيلوماټيکو لارو حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه