د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، چې د سوریې او عراق جګړو کې د داعش ګډونوال وسلهوال په فعال ډول افغانستان ته بوول کېږي.
پوتین چې پرون یې د ګډو موخه لرونکو هېوادونو غونډه کې انلاین یا پر لیکه خبرې کولې ویې ویل، چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ټکنی دی.
پوتین ویلي، چې د داعش ډلې اړوند ترهګر ګروپونه په افغانستان کې فعال دي او حضور یې د منځنۍ اسیا او ګډو موخه لرونکو هېوادونو ته ګواښ دی.
پوتین ویلي:"د داعش اړوند ځینې نړۍوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي. د عراق او سوریې تجربه لرونکي وسلهوال په فعاله توګه هلته (افغانستان) کې راټولېږي."
پوتین دا هم ویلي، چې کېدای شي دغه ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا، قفقار او نورو ګډو موخه لرونکو هېوادونو ته ګواښ شي.
پوتین ویلي:"موږ نهشو کولی چې رد کړو، تروریستان به د نژدې او د ګډو موخه لرونکو هېوادونو په څېر هېوادونو کې بېثباتي جوړه کړي او یا کېدای شي مستقیم ګام واخلي."
د روسیې ولسمشر ویلي، چې د افغانستان ګاونډ کې پراته هېوادونه باید پر پولو دایمي پام وساتي او امنیتي ګواښونو ته ځواب ووایي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت بیا بیا ټینګار کړی چې چاته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو خلاف کار واخلي.
په دې اړه مو اندونه