Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استخباراتو ریاست هغه غله نیولي چې د امارت په نامه یې کورونه پلټل

د استخباراتو عمومي ریاست په یو لړ تازه عملیاتو کې هغه غله نیولي چې د اسلامي امارت د ځواکونو په نامه یې کابل کې د خلکو کورونه پلټل.

د استخباراتو عموي ریاست د رسنیو دفتر وایي چې د امنیتي ځواکونو د چاڼولو کمېسیون سره په همغږۍ یې دغه کسان د کابل اتمه ناحیه کې هغه مهال نیولي چې له یوه کوره یې غلا کوله.

په هرات کې هم په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو د لیکو د تصفیې کمېسیون څو تنه چې د اسلامي امارت له نامه یې په ناوړه ګټې اخیستنې او جعلي اسنادو سره خلک ځورول نیولي دي.
 
یو شمېر هېوادوال دغه کار ستایي خو ټینګار یې دا دی چې په هېواد کې د جنایي جرمونو د کمېدو لپاره باید اسلامي امارت د خپلو ځواکونو یونېفورم مشخص کړي.
 
تېره اوونۍ اسلامي امارت د خپلو ځواکونو له لیکونو نه د نا اهله کسانو د لېرې کولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ. د دغه کمېسیون مسوولانو د دې کار موخه د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو نه د ناوړه ګټه اخیستونکو او هغو کسانو اېستل وبلل چې بده مخینه لري. دوی ټینګار کوي چې دغه راز کسانو ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه