Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل امنیه قومندانۍ لاسته‌راوړنې

د کابل امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ «په تېرو شپږو میاشتو کې د پولیسو لاسته‌راوړنو» په نوم غونډه کې ویلي چې په دغې موده کې یې، د قتل، غلا، وسلو قاچاق او نور بېلابېلو جرمونو څه باندې ۲ زره قضيې ثبت کړې دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دغې خبري ناسته کې ویلي چې د دغو قضیو په تور يې څه د پاسه ۲ زره تورن کسان هم نیولي دي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:«له مجرمینو سره ۹۴ عرادې بېلابېل موټر، ۶ عرادې موټرسایکل، ۵ عرادې ریکشا، ۶۶ میله بېلابېله تومانچې، ۱۱ میله کلاشینکوف، ۲ مېلیونه او ۶۴۴ زره افغانۍ، ۷ زره او ۸۰۰ ډالر، ۱۲۰ موبایلونه او همدارنګه ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت موبایلونه بېرته راګرځول شوي دي.»

د ښاغلي ځدراڼ په خبره، په کابل ښار کې يې د نشه‌يي توکو پر ضد له ۵۰۰ ډېر عملیات کړي چې په‌کې يې د نشه‌يي توکو سربېره څه باندې ۶۰۰ کسان نیولي دي.

۴٫۶۲۸ کیلو ګرامه هیرویین، ۱۰۲٫۹۰۴ کیلو ګرامه شیشه، ۴۶۰ ګرامه کرسټال، ۱۶۸۳۱ قرصه ټابلېټ که، ۶۱۶۳۱ قرصه زیکب، ټالین او ترماډول ټابلېټ، ۱۲۹٫۴۸۵ کیلو ګرامه چرس، ۱۱٫۶۰۳ کیلو ګرامه تریاک، ۱۴٫۴۸۰ کیلو ګرامه کیمیاوي مواد په دغو عملیاتو کې ترلاسه شوي دي.

خالد ځدراڼ په دې هکله وویل:«دغه امریت د یو لړ کشفي او اوپراټيفي عملیاتو په لړ کې د بېلابېلو ترهګریزو پېښو په تړاو ۴۳ تنه نیولي دي.»

د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال محمد شاکر سعد څرګندوي:«موږ ټولو خلکو ته، رسنیو، ملي سوداګرو، پانګوالو او همدارنګه د کابل ټولو اوسېدونکو ته د امنیت د بشپړ تامین ډاډ ورکوو. په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی.»

بلخوا د کابل ښار ځينې اوسېدونکي په هېواد کې د امنیت پر لا ښه ټینګښت ټینګار کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی خوشحال توحیدیار وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده ډېره هڅه وکړي چې د خلکو امنیت په ښه بڼه تامین کړي.»

د کابل امنیه قومندانۍ د اطلاعاتو پر بنسټ، په دې موده کې يې په کابل کې ۲۱ فزیکي، ۱۲ لفظي، ۲۹ د اورلګېدنې او ۱۱۹ د ترافیکي پېښو قضيې حل او ځیني يې اړوندو ارګانونو ته سپارلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه