د پلازمینې کابل یو شمېر اوسیدونکي وایي، په وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.
د دوی په وینا، تر اوسه چې د کابل امنیت د خوندیتوب لپاره کوم څه شوي بسنه نهکوي او باید پهدې اړه لا زیاته پاملرنه وشي.
په کابل ښار کې د یوې ښځې له وژل کېدو له ۱۳ ورځو تېریدو سره مېړه وايي، مېرمن یې د کابل په تر ټولو امنه سیمه کې په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوې ده، تر اوسه دغه قضیه نهده څېړل شوې.
د وژل شوې ښځې مېړه عبدالواحد وايي: «د زړه پر سر یې شپږ، اووه یا اته چړې وهلې وه، پر دې برخو یې پر چاړه وهلې وه او پر مرۍ یې هم ورته زور کړی و، له اب ګرمي سره یې هم ورته ساه بنده کړې وه، پر سر یې هم له هر څه وهلې وه، په ډېرې بېرحمۍ سره یې شهادت رسولې وه.»
د وژل شوې ښځې زوی محمد مرتضی وايي: «کله چې راغلم ومې لیدل مور مې پرته ده، یو ځل ترهوره شوم، نه پوهېدلم چې څه وکړم، څه و نهکړم، ورته مې د مور خاله راغله، خپل مېړه ته یې زنګ ووهه، راغی، له یوه ګاونډي سره مې مور یوه کلینیک ته یوړه.»
پهدې تړاو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دې پیښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي. خالد ځدران زیاتوي، په ښار کې د ښه امنیت لپاره له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ډېره مهمه ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي: «همغه ساعت زموږ د حوزې پولیس په جریان کې شوي وو، سیمې ته یې ځانونه رسولي وو، پېښه یې څېړلې وه، لا هم دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده، موږ هغه کوو، هغه مجرمان چې پهدې پېښه کې لاس لري، وې نیسو.»
دې ستونزې په پلازمېنه کې یو شمېر نور اوسېدونکې هم اندېښمن کړي او وايي، که پهدې برخه کې لا زیاته پاملرنه و نهشي، دا ډول پېښې به نورې هم زیاتې شي.
زیانمن غلام مصطفی وايي: «د کمپنۍ سیمه چې د سړک تر غاړې میوه پلورونکي کې پهکې دي، خو زه یې سم نه پېژنم، زما له جیب نه یې موبایل وایست او رانه یې غلا کړ.»
تر دې مخکې هم، د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکو پهدې ښار کې له وسلهوالو غلاوو او په ځانګړې توګه د موټرو له غلاوو شکایت کړی و.
په دې اړه مو اندونه