اسلامي امارت په ایران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو شوې غونډه ستايي او وایي چې دا غونډه د افغانستان په ګټه وه.
د تهران د غونډې ګډونوالو پرون په یوه بیان کې وویل چې افغانستان کې د یوه پراخبنسټه دولت جوړول د افغانستان د اوسنیو ننګونو حل لاره ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق بیا وایي، د اسلامي امارت اوسنۍ کابینه ټولګډونه ده او راتلونکې کې هم د تغییر احتمال پهکې شته.
احمد الله وثیق ویلي:"موږ له دې غونډې ملاتړ کوو، څرنګه چې مو تمه وه، هماغسې وشول او دا غونډه د افغانستان په ګټه وه."
د ایران غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ، د روسیې بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان کې پر پیچلي امنیتي، سیاسي او بشري وضعیت اندېښنه ښودلې.
که څه هم د غونډې په بیان کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو څه نه دي ویل شوي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان ویلي، چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر ازادولو ټینګار وکړ.
امیر حسین عبداللهیان ویلي:"زموږ په سِري غونډه کې پر یوه مهمه موضوع چې ټینګار وشو، هغه دا وه، چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د خلکو کنګل شوې پیسې دې، د ژمي په درشل کې ازادې شي. ځکه چې درې میاشتې وشوې، چې د افغانستان دولتي کارکوونکو حقونه نه دي اخېستي او هلته اقتصادي شرایط خراب دي."
د ایران د غونډې په هکله د افغانستان د ملي پیوستون ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني ویلي:"دغسې غونډې نه یوازې د ټولګډونه حکومت جوړولو او د پیسو ازادولو لپاره دي، بلکې د دې لپاره هم دي چې ګاونډیان وېره لري، چې ترهګري د افغانستان له پولو ور وانه وړي."
له دې سره ټاکل شوې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بله غونډه په چین کې وشي او افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وایي، چې د چین غونډه کې به طالبانو ته هم بلنه ورکړل شي.
په دې اړه مو اندونه